لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي راپور: افغانستان کې د کوکنارو د تولید کچه را ټېټه شوې ده


د امریکا متحده ایالتونو د نشه یي توکو د کنټرول د پالیسۍ ادارې په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې دنشه یی توکو دتولید په کچه کې د کموالي خبر ورکړی دی.

د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ ته دنشه یي توکو دمعلوماتو ورکولو اړوند ادارې ویلي د ۲۰۱۷ م کال په پرتله په کال ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې دنشه یي توکو دتولید کچه ۳۳ سلنه کمه وه.

د نشه یي توکو په تړاو د سپینې ماڼۍ ادارې د کلني راپور پر بنسټ د تیر کال په مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۲۲۱ زره ایکړه ځمکې څخه کوکنار تولید شوي، خو په ۲۰۱۷کال کې د ۳۲۹ زره هکتاره ځمکې نه کوکنار راټول شوي وو.

خو تیرکال دنومبر په میاشت کې دملګرو ملتون دنشه ایي توکو د جرمونو د مخنیوي دفتر په پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې په کال ۲۰۱۷ م کې په افغانستان کې ٣٢٨٠٠٠ هېکټره علاقه کوکنار کرل شوي وو اؤ پروسکال دغه علاقه ٢٦٣٠٠٠ ته کمه شوې وه.

دملګرو ملتونو د راپور له مخې پروسکال افغانستان ٦۴٠٠ ټنه افیم پېدا شوي خو په کال ۲۰۱۷م کې دغه پېداوار ٩٠٠٠ ټنه و.

دامریکا د نشه یي توکو دکنټرول دپالیسۍ ادارې په دې رپوټ کې په افغانستان کې دنشه يي توکو دتولید دکچې دکمیدو لامل هم په ډاګه کړل شوی اؤ ویل شوي چې وچکالۍ او دتریاکو دبعیو کمښت هغه مهم لاملونه دي چې د مخدره موادو په تولید یې منفي اغیز کړی

دامریکا متحدو ایالتونو د نشه يي توکو دکنټرول پالیسۍ ادارې دکلني راپور کې ویلي هلمند دافغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ۷۵ فیصده نشه يي توکي په کې تولیږي.

تیرکال په افغانستان کې د امریکې د بیا رغونې لوې څارنوالۍ سیگار په خپل رپورټ کې ویلي وؤ چې په افغاسنتان کې د نشه یي توکو د پېداوار د مخنیوي په مد کې امریکې نهه ارب ډالر مصرف کړې دي خو د نشۍ توکو د مخنیو دپاره په بېلا بېلو مدونو کې د کوښښونو باوجود هم "د نشۍ توکو د ریښې په افغانستان مضبوطې دي او دا تجارت لار نور خپریږي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG