د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان په دوېم تلین د هغه خور وايي "۱۳م اپرېل هغه توره ورځ ده په کومه ورځ چې د تيرو علمبردار راپاسېدل او رڼا يې ووژله" خو دې پېښې يو بدلون هم راوستی دی.
د کال ۲۰۱۷م د اپرېل په ۱۳م د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې په زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او په تشدد وژل شوی ؤ، په هغه تشدد کوونکي زياتره د پوهنتون زده کوونکي وو.
پوليس په خپلو پلټنو کې په مشال لګېدلی تور دروغژن ګرځولی ؤ او د هغه وژونکو پرضد بيا مقدمه پېل شوې وه.
د مشال خور د خپل ورور د دوېم تلين په ورځ په فېس بک يوه ويډيو کې وايي چې مشال خان د عبدالولي خان او باچا خان په نومونو غبن ته ګوته نيولې او راپاسېدلی ؤ.
ستوريا خان وايي د ورور د وژنې وروستو يې کورنۍ د سختو مشکلاتو سره مخ شوې او هغې په خپله خپلې زده کړې تر دوه کالو پورې ونه کړی شوې، بل ورور ته یې په نوکرۍ کې مسلې جوړې شوې او کورنۍ يې سخته اغېزمنه شوه.
هغه وايي د مشال وژنې په هر کور کې خوېندې ژړولي او خلکو دا پېښه غندلې او بل لور ته بيا د مشال وژنې په خلکو کې رڼا او شعور رابېدار کړی دی د خپل حق تپوس کوي.
ستوريا وايي مشال ورته د امن او د قام د خدمت خبره کوله، که څه هم د هغه مقدمه په عدالت کې روانه ده خو مشال خان عوامي انصاف ګټلی دی.
د مشال خان پلار اقبال خان وي او ای ډیوه ته ويلي د عدالتونو تر دې وخته د کاروایي نه تر یو حده مطمین دی خو وایي د هېواد د نورو مشالونو د ژوند د تحفظ لپاره باید عدالت د انصاف ټولې تقاضې پوره کړي.
ایډوکیټ ایاز خان وايي په پیښور هایکورټ کې به د روژې نه وړاندې د مشال خان د وژنې د قضیې اوریدنه پېل شي.
نزدې دوه اوونۍ وړاندې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کونسلر عارف او اسد کاټلنګ ته د عمر بند سزا اورول شوې او صابر مايار او اظهارالله يې خوشي کړی شوي وو. دا څلور واړه کسان په مقدمه کې پټ او بيا وروسته نيول شوي وو.
له دې وړاندې تېر کال د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هري پور په بندي خانه کې د ترهګرۍ ضد عدالت په خپله فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځوؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو د بند سزاګانې اورولې او ۲۶ کسان يې خوشي کړي وو.
خو وروسته د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هاغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې د څلور کاله بند اورول شوې او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.
د مشال خان کورنۍ د دغو ټولو اورول شوؤ فېصلو په اړوند هايکوټ ته خواستونه کړي دي.