د پېښور په حيات اباد سيمه کې تېر د ګل په ماښام په يو کور د ترهګرو پرضد پېل شوي عمليات پای ته رسېدلي او په عملياتو او نښته کې پينځه ترهګر او يو پوليس افسر وژل شوي دي.
د عملياتو په اړوند د پېښور د پولیس مشر (سي سي پي او) قاضي جميل الرحمان وويل تېر ماښام دا عمليات پېل کړی شوي او په عملياتو کې بېګاه شپه يو پولیس افسر (ای اېس ايي) قمر عالم او په ځواب کې يو ترهګر وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو ويلي په عملياتو او نښته کې يې شپږ غړي وژل شوي دي.
پوځ هم په يادو عملياتو کې د پينځه ترهګرو او يو پولیس افسر د وژنې پخلی کړی دی.
ايي اېس پي ار ويلي د عملياتو په مهال يو افسر او يو سرتېری ژوبل شوي او زياته کړې يې ده د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو کولی شي.
د قاضي جميل په وېنا په عملياتو کې پوليس او د پوځ ځانګړې ډلې (اېس اېس جي) برخه اخيستې ده.
د پېښور د حيات اباد په فېز ۷م کې دا عمليات تېر ماښام پېل شوي او نن د نهې، سه شنبې په ورځ تر ماسپښين پورې روان ؤ.
د پوليس د بم ناکاره کوونکې څانګې مشر (ای ايي جي) شوکت ملک رسنيو سره په خبرو کې وويل، په دغه کور کې په لويه کچه بارودي مواد او وسله پرته ده او دوي عمليات ځکه په قلاره وکړل چې ځايي خلکو ته تاوان ونه رسي.
يو ځايي تن فېض محمد د عملياتو په اړوند ويلي ماښام په اووه بجې ډزې پېل شوې وې.
د هغه په وېنا دا کسان دلته نزدې ۱۵ ورځې مخکې راغلي وو. د دې عملیاتو پېل کېدو سره سم د علاقې ټول کورونه تړل شوي نه څوک پرېښودل کېده او نه څوک دننه ورتلی شو.