لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د قطر په غونډه کې د ګډون کوونکو نوملړ اعلان کړو


Arg
Arg

د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو دپاره د ګډونوالو نوملړ اعلان کړو.

د وي او ای اشنا څانګې ترمخه افغان دولت نن د نهې، سې شنبې په ورځ په دغه اړوند اعلاميه خپره کړې ده.

ويل شوي د قطر په غونډه کې به د سیاسي ګوندونو سیاسي شخصیتونه او د نورو اړونده ادارو معرفي شوي استازي ګډون کوي.

د افغان حکومت لخوا په دغه اعلان شوي نوملړ کې ويل شوي ۲۵۰ کسان به پکې ګډون کوي.

په ګډون والو کې به د سیاسي ګوندوندونو، سیاسي شخصیتونو، د جهادي مشرانو، د جګړې د قربانیانو د کورنیو، د سولې عالي شورا، د دیني علماو، د ملي شورا، د مدني ټولنو، د ښځو، ځوانانو، د ژورنالیستانو استازو ترڅنګ حکومتي چارواکي او قومي مشران هم شامل دي.

ټاکل شوې ده په دوحه کې به د افغان پلاوي او طالبانو ترڅنګ بین الافغاني ناسته د روانې مياشتې اپرېل د ۱۹ څخه تر ۲۱ پورې تر سره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG