لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه د دروغو کومو خبرو ژړولې اؤ خندولې ده؟


دنورو ډیرو سیاستمدارانو اؤ فنکارانو په څیر ګل پاڼه هم دپښتو هغه وتلې سندرغاړې ده چې وخت په وخت یې نه یوازې سکینډلې مخې ته راغلي بلکې د دروغو خبرونه هم ورپسې هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي

سکینډلې اؤ د دروغو خبرونه سیاستدانان تباه کوي خو دفن یا هنر په نړۍ کې بیا هم دغه سکینډلې اؤ د دروغو خبرونه د هنرمندانو په ګټه تمامیږي اؤ د هغوئ فني ژوند ته دوام ورکوي.

دنورو ډیرو سیاستمدارانو اؤ فنکارانو په څیر ګل پاڼه هم دپښتو هغه وتلې سندرغاړې ده چې وخت په وخت یې نه یوازې سکینډلې مخې ته راغلي بلکې د دروغو خبرونه هم ورپسې هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي

دغو د دروغو خبرونو اؤ سکینډلو که په وقتي توګه ګل پاڼه دخفګان سره مخ کړې خو په عمومي توګه یې د هغې په لا مشهورؤلو کې یو مهم نقش هم رول لوبولی دی.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې دپښتو دغه پیغلې تعلیم یافته سندرغاړې ګل پاڼې وویل “زما متعلق په میډیا به هسې خو ډیرې سکینډلې اؤ د دروغو خبرونه مخې ته راغلي وي خو په دې کې ځینې خبرونه اؤ سکینډلې داسې هم دي چې زه اؤ زما فامیل یې ډیر خفه کړی اؤ پرېشانه کړی”

ګل پاڼه وایي د هغې اؤ فامیل دپاره یې تر ټولو زیات دردونکی خبر دا ؤ چې څو کاله وړاندې دپاکستان په ټولو ټي وي ګانو خبر خپور شو چې ګل پاڼه ووژل شوه

ګل پاڼه وایي “مونږ خو خبر هم نه وؤ چې څه چل شوی اؤ دهر لوري نه فونونه رامات وؤ …اف خدایه نه شم درته ویلی چې هغې لمحې مونږ ټول اؤ زمونږ خپل خپلوان اؤ مینه وال څومره پریشانه کړي وؤ”

د ګل پاڼې د ژوند د سکینډلو نه یو مهم سکینډل دا ؤ چې په اکتوبر کال ۲۰۱۳م کې پسې په پاکستاني مطبوعاتو کې خبر خپور شو چې ګل پاڼې دوبۍ کې په میشت یو لویې افغان کاروباري شخصیت باندې زړه بائللی اؤ هغه سره یې رشته وشوه.

ګل پاڼه وایي” زه له دځانه خبره هم نه وم ، ملګرو راته فونونه کول ، یه جینۍ دا څوک دی؟ مونږ دې ولې خبر نه کړو؟رښتیا دې کویژدن وشوه؟ “

هغه وایي” ما له به خندا هم راغله اؤ غصه هم چې یو بنده د ځان نه خبر نه دی اؤ نوم یې د دنیا د یو سر نه بل سر پورې هسې ورسیدو”

ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې وویل” اوس هم رانه اکثر خلک تپوسونه کوي چې تا رشتیا دوبۍ کې کویژدن کړې ده؟ خو زه ورته وخاندم اؤ ورته ویم چې کله مې واده یا کویژدن وي نو ټول خلک به خبریږي”

هغه وایي دریم د دروغو خبر ورپسې دا خپور شوی ؤ چې ګل پانې شهسوار سره د غبرګې سندرې ویلو په مهال دهغه نه په مخ سپیړه ویستې ده.

ګل پاڼې په خندا کې وویل “هرڅوک راته وایي دا شهسوار نه دې ولې سپیړه ویستې وه هن ؟ بلکې ډیر خو راته پکې دا هم ووایي چې ایله سم کار دی کړی ؤ چې دا خو دې وهلی ، زه ورته ویم چې داسې هیڅ خبره نه شته ، دا سوچه دروغ دي”

هغه وایي “زه یوه لوستې پیغله اؤ یوه فنکاره یم ایا زه به چاله سپیړه ورکړی شم ؟ اؤ بیا یو فنکار له سپیړه ؟ توبه ، توبه . بس خو دنیا ده چې چا پسې یې څه ووې”

ګل پاڼه وایي په دغو سکینډلو اؤ د دروغو په خبرونو اوس هیڅ غوږ نه ګروي اؤ یوازې دخپل کار سره کار ساتي .

څلیریشت کلنه ګل پاڼه چې په ټوله نړۍ کې دخپل فن په کروړونو مینه وال لري د پېښور اوسیدونکې ده اؤ د پیښور پوهنتون څخه یې په سوشل ورک کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده ،

هغې په سندرو کې ډیر اوس یو نړیوال شهرت موندلی دی خو وایي د خپلو زده کړو لړۍ هم په وړاندې بوتلل غواړي اؤ اراده یې ده چې پي ایچ ډي هم وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG