د قبايلي ضلعې مومندو په بايزي تحصيل کې د بارودي موادو په چاؤدنه کې د اېف سي ځواک يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وېنا دا پېښه نن د ګل په ورځ د بايزي تحصيل په شندره علاقه کې رامنځته شوې ده.
چارواکو ويلي بارودي مواد د په بم ناکاره کوونکې ټیم چاؤدېدلي څوک چې د معمول په ګشت يا ګزمه بوخت ؤ.
په چاؤدنه کې سپاهي ساز محمد وژل شوی او واحد او محمد ژوبل شوي دي.
د طالبانو دحزب الاحرار په نوم ډلې د چاؤدنې زمه واري منلې ده.
په مومندو کې دا چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ په صافي تحصيل کې د سوونو په شمېره کې خلک راوتلي او په سيمه کې د ناامنۍ د پېښې پرضد يې احتجاجي مظاهره کړې وه.
مظاهره چيانو د باجوړ او مومندو غټه لار تړلې او تور يې لګولی ؤ چې په علاقه کې د شپې په مهال د خلکو کورونو ته لاسي بمونه غورځول کيږي.
په مومندو کې وخت په وخت په امنيتي سرتېرو او ځايي امن لښکر په مشرانو د چاؤدنو سره وژونکي بريدونه کيږي.