لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ختمولو دپاره به پاکستان او ايران له ترهګرې ډلې ختمول وي، پاکستانۍ وزيره


د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون ويلي ؤ، په پاکستان کې موجودو ډلو په ايران کې ترهګري کړې ده، او نن يې وزيرې ويلي دواړو هېوادونو ته به ترهګرې ډلې ختمول وي.

عمران خان پرون د ګل، یکشنبې په ورځ په تهران کې د ايران د صدر حسن روحاني سره ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي ؤ، په ايران کې هغو ډلو ترهګري کړې چې په پاکستان کې دي.

په ټویټر د عمران خان د خبرو دغه ويډيو خپره شوې او څرګندونې ورته شوي چې عمران خان په خپله ومنله چې په پاکستان کې ترهګر موجود دي او په ايران کې ترهګري کوي.

دغه خبره شمع جونېجو په ټويټر کړې ده.

ژورنالسټ مرتضی علي شاه د عمران خان دغې ويډ‌یو ته ليکلي دا"حلال ډان ليکس دي، او که دا خبره نوازشريف، زدراري يا بل کوم سياستوال کړی وی تاسو به ليدلي وو".

د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري نن د نهې، سه شنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته په وېنا کې وويل، که ترهګري ختمول وي، پاکستان او ايران دواړه به د پولې دواړو غاړو ته ترهګرې ډلې ختموي.

عمران خان ايراني صدر ته ویلي ؤ چې د امنيت په موخه به يې امنيتي مشر د ايراني سيال سره وويني او يو بل سره به جزيات شریک کړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د تهران دوه ورځنی سفر په داسې حال کې کړی ؤ چې تېره اوونۍ په ۱۸م اپرېل د کراچۍ او ګوادر ترمنځ د مسافرو په بسونو ډزو کې ۱۴ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي ؤ د ډزو په پېښو کې په وژل شوؤ کسانو کې ۱۰ د سمندري ځواک سرتيري، درې د هوايي ځواک او يو د ساحلي ځواک سرتېری ؤ.

قرېشي ویلي ؤ دا بريد د "بي ار ای" په نوم د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د اتحاد غړو کړی ؤ.

هغه ويلي دا بريدګر د ايران څخه د پاکستان لوري ته اوختي او د پاکستان په امنيتي سرتېرو يې برید کړی ؤ او پاکستان په دغه اړوند تهران خبر کړی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظريف د دغه بريد غندنه کړې وه.

د پاکستان سره په پوله د ايران سېستان بلوچستان صوبه کې وخت په وخت ايراني چارواکي ادعا کوي د پاکستان د لوري نه د جېش العدل نومې ډلې وسله وال اوړي او په ايراني ځواکونو بريدونه کوي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د ايران په انقلابي ځواک باندې يو ځانمرګي بريد کې ۲۷ سرتيري وژل شوي او ۱۳ ژوبل شوي وو.

جېش العدل د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د ايران د انقلابي ځواک مشر د پاکستان نه غوښتي ؤ چې د جېش العدل پرضد ګامونه پورته کړي له دې وړاندې چې تهران په خپله خپل بدل واخلي.

ایران تور لګوي پاکستان د دغو وسله والو ډلو مخه نه نيسي څوک چې په ايراني ځواکونو بريدونه کوي.

په پاکستان، امریکا او افغانستان هم تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

سعودي عرب په ايران تور لګوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او د روان کال فرورۍ په مياشت کې د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير عادل الجبېر د پاکستان په سفر کې په ايران سخت تورونه لګولي وو.

هغه ويلي ؤ چې ايران په نورو هېوادونو کې ترهګرۍ ته وده ورکوي په لبنان کې يې حزب االله او په يمن کې يې حوثيان جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG