لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: له طالبانو سره د ځواکونو د وتلو په اړه لومړۍ خبرې شوی خو بشپړې نه دي


Khalilzad Roya Rahmani

واشنګټن ــــ د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو او د افغانستان خاوره د نړۍ په ضد د نه کارولو په اړه یې لومړني ګامونه اخیستي خو وایي کوم تړون ته نه دي رسېدلي.

خلیلزاد د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې د امریکې په سفارت کې د افغان ځوانانو یوې غونډې ته د ویډیو له لارې ومنله چې له طالبانو سره یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې دي:

"په دې برخه کې لومړني ګامونه اخیستل شوي خو د بین الافغاني خبرو په برخه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سنجیده او ضروري ګامونه لا نه دي اخیستل شوي".

زلمي خلیلزاد په تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا د پسرلینو عملیاتو د پیلولو اعلان غندلی وو، خو پرون یې ویلي چې له طالبانو سره لا هم د جګړې د ختمېدو او دایمي اوربند په برخه کې کوم پرمختګ ته نه دي رسېدلي.

زلمي خلیلزاد دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې سبا د پنجشنبې- زیارت په ورځ په روس کې د امریکې، چین او روس په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي. په کابل کې روسي سفارت ویلي، په دې ناسته کې به د امریکې او طالبانو د استازو تر منځ پر خبرو، د افغانستان پر حالاتو او د افغان سولې پر بهیر خبرې کیږي.

زلمی خلیلزاد د اپرېل له 21مې د مې تر 11مې پورې د افغانستان په ګډون پاکستان، هند، بریتانیا، قطر او روس ته یو ځل بیا خپل اووم سفر پیل کړی او په دې سفر کې به د حکومتونو د مشرانو تر څنګ به د طالبانو له استازو سره هم ویني چې مقصد یې د سولې تړون ته رسېدل دي.

په کابل کې د امریکې په سفارت کې 120 فعالو افغان ځوانانو ته بلنه ورکړل شوې وه چې د حکومت او مدني ټولنې استازي، کاروباریان او د پوهنتون زده کوونکي پکې شامل وو، دوی د افغان سولې د روان بهیر په اړه په ګروپونو کې بحثونه وکړل.

غونډې ته په کابل کې د امریکې سفیر جان بس هم د ویډیو له لارې خبرې کړې او ویلي یې دي دی په دې باور دی چې ټول افغانان سوله غواړي، خو ټینګار یې کړی چې له طالبانو سره تر خبرو مخکې که ټول افغانان تر خپل مخالفتونه ختم کړي او د سولې په اړه شریکې خبرې وکړې، نو ضرور به یوه حل لاره ورته ولټوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG