لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو:دصدارتي نظام پځائ کولو هڅه به پاکستان مات کړي


دپاکستان دیو ستر سیاسي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري دعمران خان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که چرې هیواد کې یې د صدارتي نظام پځائ کولو یا ۱۸م ترمیم کې دلاسوهنې هڅه وکړه نو دې سره به پاکستان مات شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان مرکزي کابینه کې په لویه کچه له بدلون راوستل کیدلو اؤ کابېنې ته دغیر منتخبو کسانو ورننویستلو سره سم داسې ګنګوسې پیل شوي چې ګنې حکومت هیواد کې دپارلیماني پځائ صدارتي نظام ته لاره هواروي.

خو داپوزیشن ټول ستر ګوندونه هیواد کې د صدارتي نظام په ضد دي اؤ خبرداری یې ورکړی دی چې تحریک انصاف باید پارلیماني نظام کې د ګوتو وهلو نه ځان په ډډه وساتي.

د زیارت په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي مونږ له وړومبۍ ورځې ویلي چې زمونږ ګوند دحکومت مخې ته لکه د دیوال ولاړ دی اؤ حکومت به پرې نه ږدي چې په اتلسم ترمیم کې ګوتې ووهي یا صدارتي نظام رامینځته کړي

هغه وویل په تیرو وختونو کې هم د امرانه سوچ له وجې هیواد دوه ټوټې شوی ؤ اؤ که اوس چرې یو ځل بیا ون یونټ یا صدارتي نظام پځائ کړل شو نو هیواد به مات شي.

څیړونکي وایي دپاکستان موجوده حکومت هاغه اتلسم ائیني ترمیم کې بدلون راوستل غواړي چې له مخې یې صوبو ته خپلواکي ترلاسه ده اؤ غواړي چې یو ځل بیا ټول واک مرکز پخپل لاس کې ونیسي.

تر دې وړاندې هم د روان کال دجنورۍ میاشت کې بلاول بوټو زرداري ویلي وؤ چې یو غټ پلان مخې ته راروان دی اؤ دهغه په ګوند سخت فشار اچول کیږي چې باید داتلسم ترمیم د ملاتړ څخه لاس واخلي.

د اتلسم ترميم لاندې صوبو ته په وړومبي ځل دا احساس شوی چې په خپلو وسايلو يې اييني اختيار موندلی دی. د نيشنل فینانس کمېشن ايوارډ لاندې په اول ځل د صوبو برخه زياته کړل شوې او يو شمېر محکمې چې د ترميم نه وړاندې د مرکز سره وې، هغه صوبو ته سپارل شوي. وزير اعظم عمران خان وايي د دې اېوارډ په وجه مرکز په مالي لحاظ دېواليه شوی دی.

د اتلسم ترميم تر ټولو مهمه نقطه د پاکستان په ايين کې د پوځي امر جنرل ضيا الحق لخوا ورګډ کړل شوی اتم ترميم لرې کول وو چې د هغې د ارټيکل ٥٨-٢ (بي) لاندې د ملک صدر ته دا واک ترلاسه ؤ چې په خپل حکم پارلمان مات کړي او حکومت کور ته وليږي.

په کال ٢٠١٠م کې د پيپلز پارټۍ حکومت د ټولو پارلماني ګوندونو په مرسته په ايين کې اتلسم ترميم راوړلو چې د پارلمان او د حکومت د ماتولو واک د صدر په ځای پارلمان ته ورکړل شو او د دې ترميم په وجه د غير اييني اختيار اخیستلو لاره بنده کړل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG