لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لندن عدالت د ملينونو ډالرو په غلا تورن پاکستاني عارف نقوي د ضمانت خواست رد کړی


د لندن يو عدالت د امريکايي تورونو سره مخ د ابراج ګروپ جوړؤنکي پاکستاني عارف نقوي ضمانت رد کړی او ويلي دي ښايي هغه به پاکستان ته وتښتي.

په عارف نقوي د امريکا تورونه دي چې د پانګه والو سره يې درغلي یا دوکه کړې ده، او سرکاري وکيل د لندن وېسټمنسټر عدالت ته ويلي چې کله هغه روانه مياشت د لندن په هېترو هوايي اډوه ونيول شو د پاکستان د صدر عارف علوي نمبر ورسره ترلاسه شوی ؤ.

عارف علوي د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره تعلق لري او روان کال د پاکستان صدر جوړ شوی دی.

د بلومبرګ خبري ادارې ويلي ښځينه قاضي ايما اربتنټ ويلي هغه اندېښنه لري چې د ده (عارف نقوي) سره د پاکستان د صدر نمبر دی او دا ښايي د ده په پاکستان کې د غټو خلکو سره دوستي ده او که هغه ته ضمانت ورکړی شو پاکستان ته ځي.

عارف نقوي د ابراج د هغو چارواکو نه یو دی څوک چې په امریکا کې د منځني ختيځ د یوې غټې شخصي کمپنۍ دننه د درغلۍ يا دوکې په تور نيول شوی دی.

په نقوي تور دی چې هغه په دوبۍ کې د جوړې کمپنۍ د لارې په ملينونو ډالره غلا کړي دي خو د هغه وکيل وايي نقوي دا تورونه رد کړي دي.

د نوموړي په اړوند اندېښنه څرګنده کړی شوې چې که هغه ته ضمانت ترلاسه کیږي پاکستان ته به وتښتي او هغه به د دغه کار دپاره خپل شخصي الوتکه وکاروي.

د ادارې د راپور ترمخه د امریکا او پاکستان ترمنځ د یو بل سره داسې تړون نشته چې قېديان يو بل ته ورکړي او ويل شوي که هغه تښتي نو دا به ډېره ګرانه وي چې به بيا بيرته راشي.

د ابراج مرکزي دفتر په دوبۍ کې او یو دفتر يې د نيويارک په مېنهېټن کې دی.

په نقوي تور دی چې هغه د سرمايه کارو څخه د ملينونو ډالرو په درغلۍ يا دوکه کې مرکزي رول درلود، او هغه په دې تور کې د ۴۵ کاله بند سزا سره مخ کېدی شي.

دا چې هغه څومره پېسې وهلي سرکاري وکيلې ويلي دا نه ده مالومه خو دا خبره کره ده چې د ملینونو ډالرو درغلي يې کړې ده.

عارف نقوي د کراچۍ سره تعلق لري او د راپورونو ترمخه هغه په کال ۲۰۰۲ کې ابراج ګروپ جوړ کړی او دوه کاله وړاندې يې پانګونې د ۱۷ اربه ډالرو نه نزدې څلور اربو ته راټيټې شوې وې.

ويل کيږي نقوي د ابراج ګروپ څخه پېسې په غېرقانونه توګه خپل شخصي اکاؤنټ ته اړولې وې. او هغه پانګه وال چې پکې نړيواله اداره او بل اېنډملېنډا ګېټس فاونډېشن څوک چې په پاکستان کې د تعليم او صحت په برخه کې کار کوي په دغه کار نه ؤ خبر کړی شوي.

د ابراج ګروپ مشر عارف نقوي د کراچۍ د بجلۍ په محکمه کې هم حصه دار دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG