لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور يو روغتون د پوځ سره په ګډه د جګړو له امله معذوره شوؤ ته لاسونه، پښې جوړوي


د پېښور یو شخصي روغتون د پوځ سره په ګډه په جنوبي وزيرستان، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې پلان لري چې د ترهګرۍ پرضد جګړو له امله څوک هم د لاسو، پښو نه معذوره شوي هغوي له مصنوعي لاسونه پښې جوړ کړي.

قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان، اېف ار ټانک او بیا ورپسې ډېره اسماعيل خان هغه سيمې دي چرته د بمي چاؤدنو او ښخو ماينونو له ډېری کسانو چې پکې ماشومان هم شامل دي په لاسو، پښو معذوره شوي دي.

د فاټا څيړنيز مرکز مشر سېف الله مسيد وايي، د پېښور د نارت وېسټ شخصي روغتون او د پوځ الېون کور په ګډه پلان جوړ کړی او د سبا نه پرې عملي کار پېل کوي چې معذوره کسانو ته لاسونه، پښې جوړ کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دغه کار دپاره د ډېره اسماعيل پوځي روغتون ته چارواکي استول شوي او د سبا نه وروستو هر هغه څوک چې په لاسونو، پښو معذوره شوي دوي کولی شي چې راشې او دغلته یې درملنه وشي.

نوموړی وايي اول به د معذورانو معاينه کيږي د کټ شوي لاس يا پښې ناپ به يې اخيستل کيږي او په دغه حساب به ورته بيا مصنوعي لاس يا پښه جوړولی شي.

هغه وويل د ټانک، اېف ار ټانک او جنوبي وزيرستان دپاره د ټانک په پوليټيکل کمپاؤنډ جنوبي وزيرستان کې انتظام شوی دغه خلک هلته راتلی شي.

قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان هغه سیمه ده چرته چې په کال ۲۰۰۹م کې د راه نجات په نوم پوځي عملیات شوي او له دغې وروسته تراوسه پورې په سيمه کې په ځانګړي ډول د ښخو ماينونو چاؤدنې کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خپلو غوښتنو کې یوه مهمه غوښتنه دا لري چې په جنوبي وزيرستان او نورو علاقو کې دې ښخ ماينونه پاک کړی شي.

د پي ټي اېم د شمېرو ترمخه يواځې د جنوبي وزیرستان په مسيدو علاقه کې ۱۲۲ کسان د ښخو ماينونو د چاؤدنو ښکار شوي چې پکې ماشومان، ښځې او سړي شامل دي.

په يادوه سيمو کې په دولتي کچ د معذوره شوؤ کسانو دپاره کوم رسمي انتظام نشته او نه د دغو کسانو کره شمېره مالومه ده چې څومره ده.

خو تېره مياشت د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د ترهګرۍ د پېښو او پولیو څخه معذورو شوؤ په لسګونو کسانو د دې دپاره احتجاج کړی ؤ چې دوي ته دې په ځانګړي ډول پاملرنه وشي.

په سیمه کې د معذوره کسانو دپاره جوړ تنظيم (پشتون ډس اېبل پرسنز) مشر دين محمد چې په خپله د پوليو رنځ ښکار دی ويلي ؤ د دوي سره يواځې په واڼه کې ۱۴۰۰ داسې کسان رجسټرډ دي چې د ترهګرۍ پېښو او پوليو معذوره کړي دي.

د نوموړي په خبره په ۱۴۰۰ شمېره کې ورسره ۴۰۰ معذوره ښځې هم شاملې دي.

سېف الله مسيد وايي هر څوک چې معذوره وي او هر څنګه معذوره شوي وي دوي کولی شي چې درملنې او معاينې له راشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG