لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل د سولې مشورتي جرګه: ولسمشر وايي جرګه به د سولې تګلاره معلومه کړي 


کابل د سولې مشورتي جرګه
کابل د سولې مشورتي جرګه

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د سولې مشورتي جرګې د پرانیستلو په مهال د جرګې له ګډون والو وغوښتل چې د سولې د راتلونکي برخلیک د ټاکلو په اړه دې په تدبیرسره پرېکړه وشي.

په دې جرګه کې چې د افغانستان د۳۴ ولایتونو په استازیتوب ۳۲۰۰ کسان برخه اخلي د څلورو ورځو لپاره به دوام وکړي.

اشرف غني د جرګې د پرانستې په وېنا کې د جرګې استازو ته د هرکلي په ګډون یې وویل چې ملت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د جرګې رغنده او اغېزمنو مشورو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل (نن د ټول ملت سترګې د سولې دې عظیمې مشورتي جرګې ته دي هرافغان په تاسې باندې اعتماد کوي چې د افغانستان راتلونکی برخلیک تاسې په خپل تدبیر او عقل سره له هیواد سره په ژمنې وټاکی).

اشرف غني زیاته کړه سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب لري او په تېرو څلورو کلونو کې د افغان سولې لپاره نړیوال شرایط برابرکړي دي او د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ لیدلوری بدل شوی او د جګړې د دوام لپاره هیڅ شریعي دلیل وجود نه لري.

اشرف غني وویل (سوله نه د طالبانو ده او نه د حکومت، سوله د افغانستان د خلکو ده، سوله ګټونکی نه لري خو د افغانستان خلک د سولې اتلان او ګټونکي دی او د جګړې د دوام پایلې منفي دي اود دې مخنیوی پکاردی).

ولسمشر اشرف غني د جرګې د بې پریتوب په تړاو وویل چې تاسې خپلواک یاست او هیڅوک ستاسو په پرېکړو باندې حاکمیت نه شي لرلی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتې لویې جرګې د پرانیستلو پرمهال یادې جرګې ته د رییس په توګه عبدالرب رسول سیاف وټاکه او د ولسمشرله دې پریکړې د جرګې د غړو لخوا تود هرکلی وشو.

افغان حکومت ویلي د سولې مشورتي لویه جرګه به چې هدف یې له طالبانو سره د سولې لیدلوری او د تګ لارې بیانول دي څلور ورځې به دوام لري او په کاري کمیټو کې د جرګې د استازو د نظرونو له راټولیدو وروسته به یې پایلې د افغانستان له ملت او حکومت سره شریکې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG