لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېسبوک کمپنۍ داسې پروګرام لري چې خلک له یو بل سره په پټه اړیکې وساتي


د فېسبوک ادارې په تېرو کلونو کې غوښتل چې فېسبوک په ټوله نړۍ کې د خلکو لپاره د یو ډیجیټل ښار په څلورلاره بدل کړي چې ټول خلک پکې یو له بل سره مخامخېږي، خو پر فېسبوک باندې په وروستیو کلونو کې تر نیوکو وروسته چې وایي د خلکو شخصي معلومات رسوا کوي، اوس دې ادارې پرېکړه کړې چې خلک د یوې ډیجیټل کوټې په بڼه په پټه یو له بر سره نظرونه تبادله کړي.

د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ وایي، اوس به خلک کولای شي چې په ځاني توګه او د ګروپ په بڼه له یو بل سره پټ بحثونه وکړي او تر خپل منځ پیغامونه ولېږي چې ټول خلک به یې نه ویني. ښاغلي زوکربرګ د امریکې په کلیفورنیا ایالت کې فېسبوک ته د ودې ورکولو په کالنۍ غونډه کې وویل:

"د دې تر څنګ چې فېسبوک مو د ډیجیټل ښار پر یو چوک بدل کړ، موږ د خبرو یوې ډیجیټل کوټې ته هم اړتیا لرو او دا به داسې څه وي چې له ټولو په بېله طریقه وي او خلک پکې په ځاني او د ګروپ په بڼه پټ په پټه تر خپل منځ اړیکي ولري او یو له بل سره پیغامونه تبادله کړي، دا مواد به د همېشه لپاره نه پاتېږي، ساده او خوندي به وي، د خپل ځای ښوولو پټې لارې به وي او ډېر نور څه به ولري چې خلک ځاني توګه سره وتړي".

د دې ادارې د شمېر له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو ارب خلک فېسبوک کاروي، خو په وروستیو کې ورباندې دا نیوکې کېږي چې وایي دا کمپنۍ څنګه د فېسبوک کاروونکو معلومات تر خپل کنټرول لاندې ساتي او پر خپلو پاڼو باندې کلکه څارنه کوي.

د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ د غونډې ګډونوالو ته وویل، فېسبوک نور بدلېږي او پر شخصي یا پټو پیغامونو لېږلو باندې تمرکز کوي، وایي په دې برخه کې به چټک بدلونونه را ولي او د دې تر څنګ به په خپلو دوو نورو اپلیکېشنونو انسټاګرام او میسنجر کې هم دا کار عملي کړي، چې وایي بیا به د خلکو پیغامونه هیڅوک هم حتی فېسبوک کمپنۍ به یې هم نه شي لیدلای.

په فېسبوک کې د کېف کوپ په نامه د یوې پاڼې چلوونکې ایسپ ویاما وایي:

"زه فکر کوم له هر ډول ټیکنالوجي سره ځینې پرمختګونه پکار دي او زه په دې نظر یم چې په دې برخه کې ځینې امنیتي ګامونه هم اخیستل کېدای شي. زه فکر کوم ټیکنالوجي د ښه کار لپاره په مثبته توګه کارول کېدای شي".

د ټیکالوجۍ له لارې د خلکو د ښېګړې لپاره د کارکوونکې ادارې (هیومنیسټیک ټیکنالوجیز) مشره روبي ګییَن وایي:

"په فېسبوک باندې خلک د منفي شیانو د خپرېدو په اړه خبرې کوي، خو د یو ټولنیز فعال په توګه زما لپاره- چې رضاکارانه کار کوم او ډېر نور چې رضاکارانه کار کوي ټیکنالوجي ته لاسرسی نه لري، هغوی کولای شي فېسبوک په وړیا توګه وکاروي او له دې لارې له خلکو سره اړیکي وساتي".

مارک زوکربرګ وایي، غواړي فېسبوک په یوه داسې ځواک بدل کړي چې په نړۍ کې مثبت کار وکړي او یو داسې ځای ځنې جوړ کړي چې کاروونکي یې په اسانۍ سره پکې له دې ډیجیټل ښاره تر ډیجیټل خونې تللای شي او یو داسې ځای ځنې جوړ کړي چې یوه بل ته لېواله ډلې سره پکې لیدلای شي.

"نه یواځې دا چې د ژوند غټې شېبې، ټولنیزې چارې او بریالیتوبونه پکې شریکولای شئ، بلکې چې په شخصي او ولسي کچه هر څوک پکې د خپلو هرورځنيو ښو جذباتو اظهار هم کولای شي، له ملګرو سره ټوکې کولای شي، له خپلې کورنۍ سره ځان پکې یو ځای محسوسولای شي. چې هم د خبرو خونه وي او هم د ښار څلورلاره".

تر اوسه دا نه ده معلومه چې آیا د فېسبوک پر دغو نویو بدلونونو به د دې نړیوالې ټولنیزې رسنۍ کاروونکي کوم غبرګون وښيي که نه او له دې سره به څه مرسته وکړي که نه چې پر دې کمپنۍ لګېدلي تورونه ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG