لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبان دې د اولس د سولې غوښتنې ته لبیک اووايي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې د مياشتې په مناسبت په يو ويډيوي پېغام کې په طالبانو کړی چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي د سولې په تړاو دې د ملت غوښتنه ومني.

نوموړي ويلي (زه یوځل بیا له طالبانو غواړم چې د روژې میاشت ته درناوی وکړي اود افغانستان د خلکود سولې غوښتنې او د پخلاینې اړتیا ته چې د سولې په مشورتي لویه جرګه ورڅخه قوي ملاتړ وشو لبیک ووايي).

په ورته وخت کې د افغانستان دپاره د ملګروملتونو (یانماما ادارې ) مشر تادامیچي یاماموتو په افغان جګړه کې له ټولو ښکېلو خواو نه غوښتنه کړې چې د روژې په میاشت کې جګړې ونه کړي او دا میاشت يې د عبادتونو ،زغم او یو بل د بښنې ګڼلې ده.

په روژه میاشت کې افغان حکومت او ملګرو ملتونوپه داسې حال له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه چې طالبانو د سولې مشورتي لویې جرګې د اوربند وړاندیز رد کړی او په دې میاشت کې د جګړې د جاري ساتلو خبره کړې ده.

اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک د عملي کېدو په تړاو په دې ویډیوي پېغام کې وویل چې په جرګه کې له طالبانو سره د سولې حددود اولارې چارې وټاکل شوې اوافغان دولت ژمن دی چې همدا تګلاره عملي کړي.

نوموړي وايي (د ملي یوالی حکومت به ستاسو د غوښتونو او هیلو مطابق اوستاسو د استازو له مشورو سره سم د سولې هڅو ته ادامه ورکوي اوهغه وخت لرې نه دی چې فتنه اوتفروقه ختمه شي او خلک د جګړې،انتحاراوانفجار له ویرې پرته په خپلوکلیو او کوڅو کې ارام ژوند پېل کړي).

اشرف غني په اولس هم غږ کړی چې په خپلو کې یوالي او اتحاد وساتي او د سولې او ورور ولۍ دپاره لا نور چټک ګامونه واخلي

همداراز ولسمشر له افغان امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې په روژه میاشت کې د خلکود امنیت لا ټینګښت ته ځانګړې توجه وکړي ترڅو اولس خپل عبادات د امن په ډاډمنه فضا کې سرته ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG