لاس رسیدونکی لینک

 
لاهور:د داتا دربار نه بهر په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو شمېر 8 ته رسېدلی
تازه خبر

لاهور:د داتا دربار نه بهر په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو شمېر 8 ته رسېدلی


د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د داتا دربار د مزار مخې ته د پوليس ګاډي سره نزدې په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو شمېر اتو (8) ته رسېدلی، په وژل شوو کې پينځه پوليس دي.

د پنجاب صوبې د پوليس مشر عارف نواز پخلی کړی چې د دربار مخې ته ځانمرګی بريد شوی او د پينځه ؤ پوليسو په ګډون پکې ټول اته تنه وژل شوي دي.

هغه ويلي د ځانمرګي هدف د ايليټ پوليس غړي وو.

نوموړي زیاته کړه په چاؤدنه کې د اووه کلو پورې بارودي مواد کارول شوي دي، هغه ويلي که بریدګر د داتا دربار مزار ته ننوتلی ډېر تاوان به يې اړولی ؤ.

له دې وړاندې د لاهور پوليس مشر ډي ايي جي اپرېشن) اشفاق احمد خان په چاؤدنه کې د درېو پوليسو په ګډون د پينځو تنو د وژل کېدو او 24 ژوبلېدو ويلي ؤ.

هغه ويلي ؤد داتا دربار مخې ته د ايليټ پوليس ګاډی په چاؤدنه کې په نخښه کړی شوی دی.

د چاؤدنې له امله ژوبل کسان میو روغتون ته وړل شوي او امدادي ټيمونو ويلي په ژوبلو کې د اته پورې کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

ډاکټر عزيز يوسفزی چې ځان د حزب الاحرار ډلې وياند معرفي کوي د چاؤدنې زمه واري يې منلې ده.

راپورونه وايي د بريد وروسته د داتا دربار د زايرينو دپاره تړل شوی او لارې يې ټول بندې کړی شوي دي.

د پنجاب صوبې وزیراعلی عثمان بزدار د پېښې نوټس اخيستی او د امنيت په موخه يې لوړ پوړې غونډه بللې ده.

د راپورونو ترمخه نوموړي نن د پنجاب صوبې د بېلابيلو سیمو خپل ټاکل شوې دورې هم ځنډولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG