لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه: خاصه دار ځواک د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو په سر امنيتي ډيوټي پرېښودې


خاصه دار ځواک
خاصه دار ځواک

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې خاصه دار ځواک د تنخاګانو نه ترلاسه کېدو په سر احتجاجا چيک پوستې خوشي پرېښودي چې له امله يې په سیمه کې د امنيت خطر سېوا شوی دی.

په واڼه کې د خاصه دار ځواک یو مشر(صوبېدار) عمر خان وايي په واڼه کې ۱۴۰۰ خاصه دار ځواک دی او دوي ته د تېرو لسو مياشتو راهسې تنخاګانې نه دي ورکړل شوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل وخت په وخت يې د ځايي انتظاميې، صوبايي او مرکزي حکومت سره خپلې ستونزې شريکې کړي خو چا ورته ځواب نه دی کړی.

د نوموړي په وېنا څو پورې چې دوي ته تنخاګانې نه وي ورکړی شوي بيرته ډيوټۍ ته نه راځي.

عمر خان وايي نه يواځې خاصه دارو بلکې د دوي سره ليویز ځواک هم چيک پوستې خوشې کړي دي.

د سيمې نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير وايي په ټولو قبايلي ضلعو کې هر ځای خاصه دارو او ليويز ته تنخاګانې ورکړل کيږي خو يواځې په واڼه کې دې ځواک ته تنخاګانې نه ورکړل کیږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په واڼه کې د يو پلان لاندې خاصه دارو ته تنخاګانې نه ورکړی کيږي، هغه وايي يو کال وړاندې د امن کمېټۍ څخه د واڼه د ساتنې واک ځايي انتظاميې او خاصه دارو ته ورکړی شوی ؤ او دوي دلته امنيت په ځای کړی ؤ.

د ځايي انتظاميې او خاصه دار ځواک ته د واڼه د واک ورکولو وړاندې دلته امنيت د امن کمېټۍ سره ؤ. امن کمېټۍ ته پي ټي اېم حکومت پلوه طالبان ويل او پوځ به دوي ته امن لښکر ويلو.

وزير تور لګوي د خاصه دارو تنخاګانې ځکه نه ورکړل کيږي چې دوي په احتجاج مجبور کړل شي او پوستې خوشي کړي، او د خاصه دارو د احتجاج وروسته په واڼه کې بيا نااشنا مخونه ليدل پېل شوي دي.

هغه زياته کړه که د چا خيال وي چې بيا به په علاقه کې بدامني جوړه کړي نو دوي به يې هيڅ کله داسې کولو ته نه پرېږدي.

په واڼه کې د دوه اوونیو راهسې خاصه دار ځواک په احتجاج دی.

په عېن حال کې پرون په واڼه کې د بدامنۍ او تشدد پېښې رامنځته شوي او څلور تنه پکې وژل شوي دي.

د خاصه دار ځواک يو بل مشر رسول جان وايي چې د تنخاګانو د نشتوالي له کبله دوي قرضداري شوي، د مالي مشکلاتو سره مخ دي او ليويز د دوي سره په همکارۍ احتجاج کړی او څو پورې چې دوي ته تنخاګانې نه وي ورکړی شوي تر هغې ډیوټي نه کوي.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو وروسته خاصه دار او ليويز ځواک په پولیس کې شامل کړی شوي دي.

د جنوبي وزيرستان پوليس مشر عتيق وزير پرون د جمعې په ورځ ليويز ځواک ته ويلي چې نن د خالي، شنبې په ورځ دفتر ته حاضر شي ګنې پرضد به يې محکمانه کارروايي کولی شي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميه وايي د خاصه دار ځواک د احتجاج په اړوند يې لوړ بوړي چارواکي خبر کړي او چې د بره نه دوي ته پېسې راشي د خاصه دارو تنخاګانې به ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG