دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې په دوؤ نورو ماشومانو کې دپولیو وائرس موندل شوي چې ددې سره په روانو پینځوؤ میاشتو کې دپاکستان دننه دپولیو کیسونه ۱۵ؤ ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې دا ځل د پولیو دکمپائن په ضد په ټولنیزو رسنیو سخته پروپیګنډه خپره شوې چې دپولیو دغه څاڅکي نه یوازې ماشومان ناروغه کوي بلکې د اولاد زیږؤلو توان یې هم ختموي.
خو ډاکټران اؤ د صحت ادارې دغه پروپیګنډه بیخي دروغ بلي اؤ وایي چې په ټوله نړۍ کې ماشومانو ته دپولیو دا څاڅکي ورکول کیږي چې مقصد یې ماشومان د معذورتیا څخه ژغورل دي.
دپاکستان ډان ورځپاڼه د صحت دمحکمې دچارواکو په حواله وایي چې دپولیو دوه نوي کیسونه دخیبر پښتونخوا بنو سیمه کې مخې ته راغلي چې دغلته یوه دشپږو میاشتو ماشومه اؤ یو د اتوؤ میاستو ماشوم ددې خطرناکې ناروغۍ ښکار شوي دي.
دصحت محکمې دغه چارواکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، ویلي د شپږو میاشتو د ماشومې نمونې په ۱۸م اپریل اخستل شوې درې اوونۍ وروسته تصدیق وشو چې چې هغه دپولیو د وائرسو له امله معذوره شوې ده.
همدغه راز د اتوؤ میاشتو دماشوم نمونې په ۲۶م اپریل اخستل شوې وې اؤ دهغې نه هم پخلی شوی چې دغه ماشوم د پولیو په رنځ اخته شوی دی.
تر دې وړاندې پروسکال په ګرد پاکستان کې د پولیو ۱۲ اؤ په کال ۲۰۱۷م کې یوازې اته کیسونه مخې ته راغلي وؤ خو سږکال په پینځوؤ میاشتو کې دپولیو د ناروغانو شمیره پینځلسو ته رسیدلې ده.
دپولیو دکمپائن دپاره د وزیراعظم عمران خان استازي بابر بن عطاء د پي ټي ای چئیرمین ته په دې وروستیو کې خواست کړی ؤ چې باید د ټولنیزو رسنیو څخه دپولیو دڅاڅکو په ضد موادو لرې کولو کې خپل کردار ترسره کړي.
تیره ورځ دحکومت له لوري په یو رسمي بیان کې ویل شوي وؤ چې تراوسه په ټولنیزو رسنیو هغه ۱۷۴ پاڼې یا لنکونه تړل شوي چې د پولیو ضد څاڅکو په ضد ترې خپرونې کیدلې ،
په دې ۱۳۰ دفیس بک،۱۴ دټوئټر اؤ ۳۰ دیوټیوب لنکونه شامل دي.
څیړونکي وایي دا مهال ټولې نړۍ نه دپولیو د معذورونکې ناروغۍ نوغی ویستل شوی خو یوازې پاکستان، افغانستان اؤ نائیجریا هغه درې هیوادونه دې چې دا ناروغي پکې تر اوسه پاتې ده.