لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران وایي امریکا سره دپوځي جګړې احتمال نه شي ردولی


دایران صدر حسن روحاني ویلي هغه دامریکا سره د پوځي جګړې احتمال نه شي ردولی خو د خطرو دمقابلې دپاره دایران دننه سیاسي یووالی ضروري دی.

په دولتي ټي وي خپل یو بیان کې دایران صدر ویلي چې موجوده وضعیت د۸م په لسیزه کې دایران اؤ عراق دشوې جګړې نه هم بدتر دی.

امریکا په دې وروستیو کې په ایران نوي بندیزونه لګولي چې په کې ایران څخه دتیلو اخستونکو هیوادونو دپاره استثنا هم ختمه کړل شوې ده.

په ایران داقتصادي بندیرونو ترڅنګ امریکا پرله پسې پوځي فشارونه هم سیوا کوي اؤ اوس اوس یې په جنګي الوتکو بار خپله یوه سمندري بیړۍ منځني ختیز ته رسولې ده چې له دې وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ تاؤ تریخوالی زیات شوی دی.

داسې اطلاعات هم شته چې امریکا په منځني ختیز کې د پیټریات میزائیلو د لګولو پرېکړه هم کړې ده.

امریکا دریځ لري چې ایران د سیمې اؤ نورو هیوادونو په ضد د تیري عزائم لري چې مخنیوی یې اړین دی.

دایران صدر حسن روحاني وایي “د ایران اؤ عراق دجګړې پرمهال زمونږ بانکونه فعاله وؤ ،بهرنیو هیوادونو سره مو تجارت هم روان ؤ اؤ دتیلو په برامد مو هم څه بندیز نه ؤ، یوازې د وسلو په اخستلو مو قدغن لګیدلی ؤ ولې اوس وضعیت بیخي جلا دی”

هغه ویلي” د دښمن له لوري دپېښو ګواښونو مثال په تیرو وختونو کې نه لیدل کیږي خو مونږ باور لرو چې په کورني یووالي ددې ټولو ګواښونو مقابله کولی شو”

اسرائیل هم اندېښنه ښودلې ده که چرې د ایران اؤ امریکا تاؤ تریخوالی دوام وکړي نو ایران په اسرائیل برید کولی شي.

د اسرائیل د انرژۍ وزیل خبري شبکې رائټرز ته ویلي که چرې امریکا په ایران خپل فشار نور سیوا کړو نو ایران په غزه کې حزب الله اؤ اسلامک جهاد ډلې د اسرائیلو په ضد راولاړولی شي.

دامریکا اؤ ایران په تاؤ تریخولي په ایراني میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو هم بحثونه روان دي اؤ د سخت دقدامت خوښې طبقې له لوري د صدر روحاني په تګلارو نیوکې کیږي.

امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د ایران نه تیل اخستونکي اته هیوادونو منعې کړي وؤ چې ددغه هیواد نه به تیل نه راغواړي، په دغو هیوادونو کې چین،هند،اټلي،یونان،تائیوان،جنوبي کوریا اؤ ترکي شامل وؤ.

دامریکا ددغه ګام نه وروسته ایران ګواښ کړی ؤ چې که لګول شوي بندیزونه ترې پورته نکړل شول نو خپل اټومي پروګرام به پر وړاندې بوځي اؤ د اټومي څرې پخول به پیل کړي

XS
SM
MD
LG