لاس رسیدونکی لینک

 
قریشي: د نوې صوبې لپاره د پنجاب د وېشلو پر سر مشورې روانې دي
تازه خبر

قریشي: د نوې صوبې لپاره د پنجاب د وېشلو پر سر مشورې روانې دي


واشنګټن: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د پي ټي آی حکومت پرېکړه چې له پنجاب صوبې څخه د جنوبي پنجاب (سرایکي صوبې) د جلاکولو پرسر سیاسي خبرو ته لاره برابره کړي.

قریشي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ملتان کې یوې خبري غونډې ته وویل، پي ټي آي لا له مخکې څخه قامي اسامبلۍ ته ددې هدف لپاره د قانوني بدلون مسوده وړاندې کړې ده.

ده وویل، چې ددغه قانوني ترمیم د تصویب کېدو لپاره له دریو څخه دوه برخې اکثریت رایو اخېستلو ته اړتیا ده.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی له مخکې څخه د پاکستان له پیپلز پارټۍ سره په دې اړه مثبتې خبرې درلودې او زیاته یې کړه چې د پي ام ال ان او نورو ډلو سره هم سلا مشورې کېږي تر څو هغوی ددغه قانوني بدلون څخه ملاتړ ته وهڅول شي.

قریشي وړاندې وویل، په جنوبي پنجاب صوبه کې د ملتان، بهاولپور او دېره غازي خان سیمې شاملې دی او په صوبايي اسامبلۍ کې به یې د وګړو په تناسب شاخوا ۱۲۰ څوکۍ وي.

دا مهال د ټول پنجاب په صوبايي اسامبلۍ کې ۳۷۱ څوکۍ دی او له پنجاب څخه د سرایکي صوبې په جلاوالي سره به ترې ۱۲۰ څوکۍ کمې شي او د پنجاب د څوکیو شمېر به ۲۵۱ ته کمې شي.

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسامبلۍ کې ۱۲۴ څوکۍ دي خو د پخوانیو قبایلي سیمو لپاره ۳۱ څوکۍ پرې ورزیاتې شي او له دې سره به یې شمېر ۱۵۵ ته ورسېږي.

د قبایلي ضلعو لپاره د څوکیو د زیاتولو قانوني مسوده د پاکستان په قامي اسامبلۍ کې تصویب شوې او تر دې وروسته به په سېنېټ کې پاس کېدو ته وړاندې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG