لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان به د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر څنګه قابو کړی شي؟ کميټي جوړه کړی شوې


د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د قرض يا پور اخیستو د لوظنامې وروسته پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د امریکايي ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر غورځېدلی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر پرون دوه روپۍ او ۵۰ پېسې سېوا شوی او يو ډالر ۱۴۶ روپو او ۵۰ پېسو ته رسېدلی خو وروسته بيا ۱۴۴ ته راټيټ شوی ؤ.

د روپۍ د قدر غورځېدو وروسته وزیراعظم عمران خان يوه کميټي جوړه کړې چې هغه به د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر په قابو کې ساتي.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې مشر ملک بوستان ويلي د پاکستان په تاريخ کې ډالر درې اوونۍ وړاندې تر لوړې کچې رسېدلی او ۱۴۸ روپو ته ختلی ؤ.

هغه ويلي حکومت د دې خبرې رد کړی چې د ډالر په مقابله کې به د روپۍ قدر کموي البته ايي اېم اېف يواځې دا ويلي يې دي چې روپۍ به په انټر بېنک کې ازاده پرېښودل کيږي او د مارکيټ په طلب او رسد به د ډالر بيعه ټاکلی شي حکومت او مرکزي بېنک به يې نه قابو کوي.

هغه وايي حکومت ويلي چې وړاندې به هم ډالر نه قابو کولو. نوموړي زياته کړې د ځينو ګنګوسو له امله پرون ډالر ختلی ؤ.

خو اقتصاد پوهان وايي د ايي اېم اېف د قرض اوسنی ماليت کم دی کوم چې په درې کاله کې شپږ اربه ډالره ښودل شوی او بل دا چې پاکستان په سختو شرطونو د ايي اېم اېف سره لوظنامه کړې ده.

پوهان وايي چې ماليت کم او شرطونه سېوا وي د دې به نېغ په نېغه اثر د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر وي.

په پاکستان کې د بهرنيو پېسو د بدلوؤنکو د اتحاديې ظفر پراچه وي او ای ته ویلي څو پورې چې د ايي اېم اېف سره د لوظنامې جزيات په څرګند ډول مخې ته نه وي راغلي په مارکيټ کې به هم دغه ډور اوازې موجودې وي او د ډالر نور ګرانېدی شي.

د ځايي ميډیا ترمخه وزيراعظم عمران خان ته وړاندېزونه شوي چې څنګه ډالر قابو وساتلی شي، او ويل شوي د ملک نه بهر تلونکو ته دې د ۱۰ زره ډالرو په ځاې د درې زره ډالرو وړو اجازت وي.

ويل شوې واردات يا درامدات دې کم کړی شي او په پاکستان کې جوړېدونکو څيزونو باندې دې بندېز ولګول شي د دې نه به د کال په سر د پينځه نه تر لس اربه پورې ډالره راکم کړی شي.

پوهان وايي دا به کتل وي چې په مارکيټ کې د ډالر په کوم ډول قابو کولی شي، ځکه چې د ايي اېم اېف سره د لوظنامې وروسته د پاکستان د ونډو بازار هم غورځېدلی ؤ.

XS
SM
MD
LG