لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: افغان ځواکونو په پوله نښته کې د پاکستاني سرتېرو وژلو ادعا کړې


د افغانستان د سویلي کندهار ولایت امنيتي چارواکي وايي د زابل شملزو ولسوالۍ په صفري کرښه د پاکستاني سرتېرو د لوري د اغزن تار د غځېدو مخنیوی یې کړی دی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان ویلي افغان امنیتي ځواکونه هغه مهال د پاکستان د ملیشه سرتېرو په لارښونه د وسله والو له کمین سره مخامخ شول چې په شملزو ولسوالۍ کې په صفري کرښه د اغزن تار د مخینوي لپاره روان وو.

تادین خان ویلي د افغان امنیتي او سرحدي ځواکونو او د مخالفینو ترمنځ په شوې جګړه کې د پاکستان ملیشه ؤ د وسله والو په ملاتړ د افغانستان په امنیتي ځواکونو هم بریدونه کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان په وینا د افغان امنتیي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستان څلور ملیشه او شپږ وسله وال وژل شوي او د اووه په شاوخوا کې ټپیان شوي دي.

د پاکستان ملېشه ځواکونو په پوله د نښتې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلو رپوټونه يې رد کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان زیاته کړې په دې رامنځته شوې جګړه کې د پاکستان دوه پوځي موټرې، یو د اوبو ټېنکر او هغه موټر چې اغزن تار یې سیمې ته راوړی و د افغان امنیتي سرتیرو لخوا په نښه او له منځه وړل شوی دی.

چارواکو ویلي دا جګړه چې پرون د شورو، چارشنبې په ورځ سهار ۹ بجې پیل او تر درېو بجو روانه وه د پاکستان ملیشه ځواک زابل ولایت شملزو ولسوالۍ اړوند د ځنځیر سیمه یې له ۶۰ نه زیات د هاوان او د توغندویو په مرمۍ ویشتلي دي.

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال له ډیوې سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان لخوا د همدې توغنديو بریدونو په پایله کې دوه ماشومان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل (کوم توغندي یا د توپونو مرمۍ چې د پاکستان طرف نه د شملزو ولسوالۍ اړوند سیمو کې لګېدلي دوه کوچني ماشومان پکې وژل شوي او۱۲ تنه نور عام ولسي خلک چې په هغه کې ښځې او نارینه شامل دي ټپیان شوي دي او دسیمې خلک له خپلو کورونو نه دي بې خایه شوي اوهغه سیمه کې ژوند بیرته عادي حالت ته ګرځیدلی دی).

نزدې یوه میاشت وړاندې د خوست سپرې ولسوالۍ ته څېرمه د ډېورنډ صفري کرښه کې د اغزن تار د مخنیوي په سر ورته پېښه رامنځته شوې وه او هغه مهال د خوست ځايي ادارې ویلي ؤ چې په افغان خاوره د پاکستان لخوا په توغنديو بریدونو کې درې تنه ولسي خلکو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG