لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د احتجاج وروسته د چمن په پوله افغانستان سره د "مازل" لاره پرانستل شوې


د افغانستان سره د چمن په پوله د "مازل" لاره چې د پاکستاني اېف سي ځواکونو او ځايي سوداګرو د شخړې رامنځته کېدو وروسته تړل شوې وه د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاج وروسته د چارواکو سره د خبرو وروسته پرانستل شوې ده.

د چمن ځايي سوداګرو ويلي د جمعې په ورځ د دوي د اېف سي ځواکونو سره د پولې د لارې په سر نښته شوې او د هغې وروسته چې دغه لار تړل شوې د ګل او نهې په مينځنۍ شپه کې د دوي د اېف سي ځواکونو د چارواکو سره کاميابې خبرې شوي او دا لار پرانستل شوې ده.

د "مازل" کوڅې په نوم دغه لار د چمن په پوله د باب دوستۍ غټې لارې سره نزدې بله لار ده چې ځايي سوداګر او قبايل يې د سوداګرۍ او د تګ راتګ دپاره کاروي.

ځايي سوداګرو ويلي په پوله د اېف سي ځواک سره د نښتې په مهال يوه زنانه او بل تن ژوبل شوي او د ۴۰ کسان نیول شوي هم وو څوک چې د خبرو وروسته راخوشي کړی شوي دي.

د سوداګرو يو مشر اختر محمد وايي د چمن دغه لار چې پرانستې وي د ځايي خلکو روزګار ورسره روان وي او که دا تړل کيږي د دې خلکو سره د ګټې وټې لاره ورسره بندېږي.

يو بل سوداګر داروخان اڅکزی وايي د مازل د لارې سره د پولې په خواؤ شا کې د ۲۵ زرو پورې کسانو روزګار تړلی دی.

هغه وويل دا خلک بل هيڅ روزګار او کاروبار نه لري او د ګټې وټې يواځينۍ سرچينه یې دغه لاره ده.

د سرحدي ځواکونو د چمن سکاؤټ وياند کرنل شبير جنجوعه د سوداګرو سره د خبرو کاميابېدو او د لارې پرانستلو پخلی خو نور جزبات يې نه دي شريک کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه شپې وړاندې په چمن کې په خپله احتجاجي مظاهره او جلسه کې د مازل په لاره نښته او بندېز باندې سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ.

د پي ټي اېم مشرانو په خپلو وېناؤ کې د اېف سي ځواکونو څخه د مازل د لارې د پرانستلو غوښتنه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG