لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په ګډون څلورو کسانو ته پوليسو ویلي چې دوي ته د افغانستان څخه د ترهګرو نه د مرګ ګواښونه دي.

د ډېره اسماعيل خان پوليس لخوا د پي ټي اېم مشرانو علي وزیر، مولوي قاضي طاهر، حیات پرېغال او شېرالله ته د ګواښ داسې ليکونه ورکړی شوي چې پکې ليکل شوي "افغاني ترهګرو ستاسو د هدف کولو او تاوان در اړولو منصوبه جوړه کړې ده".

دغه ليک د ډېره اسماعيل خان د سب ډويژنل پوليس افسر د دفتر څخه دوي ته ورکړی شوی دی.

په ليک کې دوي ته ویل شوي چې د غېر ضروري سفر څخه ډډه وکړئ، خپلې هلې ځلې پټې وساتي، د ولسي غونډو څخه ډډه وکړي او د خپل کور د امنيت خاص خیال وساتي.

د ډېره اسماعيل خان د پوليس مشر (ډي پي او) سليم رياض وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د ګواښ د دغو ليکنو پخلی کړی او ويلي يې دي چاته چې ګواښونه دي هغوي يې خبر کړي او دوي ته يې د ساتونکو ورکولو هم ويلي دي.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي هغه ته د پوليس لخوا دغه د ګواښ ليک ترلاسه شوی دی او د جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان ضلعې پوليس افسرانو ورته په ټيليفون هم د ګواښ خبره کړې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ورته ویل شوي چې ساتونکي ورته ورکړي خو هغه وايي يو خو د ساتونکو ساتلو توان نه لري او بل دا چې که د ساتونکو سره پرې بريد کيږي نو بيا به ويل کيږي چې ساتونکي ورسره ؤ.

وزير وايي که بريد پرې وشي او يا ورته بل تاوان واوړېدو زمه وار به یې رياست او د رياست خفيه ادارې ايي اېس ايي او اېم ايي وي.

هغه زياته کړه د دغه ګواښ د لارې هڅه کيږي چې دوي په کورونو کې پټ کښېني خو نوموړی وايي دوي به د خپل قام دپاره پېل کړې مبارزه دوامداره ساتي.

علي وزير ته دغه ګواښ په داسې حال کې شوی چې نوموړی د تېرو دوه ورځو راهسې په اسلام اباد کې د لس کلنې وژل شوې فرشتې دپاره په احتجاج بوخت ؤ.

د پي ټي اېم بل فعاله غړی مولانا قاضي طاهر وايي هغه ته هم دغه ګواښ شوی خو زیاتوي له دې وړاندې ورته په ډېره اسماعیل کې د استخباراتی ادارو لخوا داسې ګواښونه شوي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل څومره کسانو ته چې پوليس دغه د ګواښ ليکونه استولي په هغو ټولو د ده د کور درک يا پته ورکړی شوې ده.

هغه تور لګوي چې له دې وړاندې د هغه پلار ته هم داسې ګواښونه شوي د کوم له امله چې د هغه د پلار په صحت بدې اغېزې شوي او په وروستيو کې په حق رسېدلی دی.

نوموړی وايي هغه ته داسې ګواښونه شوي وو چې په افغانستان کې د طالبانو سره اړیکې لري خو مولانا طاهر وايي هغه په خپله ديني عالم دی او هغه د افغانستان په جګړه کې د علماؤ د استعمال په لار کې غټ خنډ دی، ځکه يې د مخې نه لرې کول غواړي.

د پي ټي اېم مخکښ مشرانو ته دا تازه ګواښونه په داسې حال کې شوي چې روانه مياشت د پي ټي اېم ښځينه مخکښ مشرې ثنا اعجاز ويلي ګواښ ورته شوی چې "تا خپل ټول حدونه کراس کړي او د سرې کرښې اوړېدلې يې او نور دې وخت پوره دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG