لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راهول ګاندي خپله ماته ومنله او نریندرا مودي ته یې د بریا مبارکي ورکړه


واشنګټن: د هندوستان په عمومي ټاکنو کې د نریندرا مودي د واکمن ګوند لخوا د یوې تاریخي بریا په وړاندې د کانګرس مخالف سیاسي ګوند مشر راهول ګاندي خپله ماته ومنله او نریندرا مودي ته یې د بریا مبارکي ورکړه.

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې دا هم وویل، مهمه خبره دا نه ده چې دی څه فکر کوي بلکه مهمه خبره داده چې د هند خلکو ښاغلی مودي د خپل نوي وزیر اعظم په توګه وټاکه.

ښاغلي ګاندي د خپل ګوند له کسانو غوښتي چې و نه ډار شي بلکه زیاته یې کړه:

"مونږ به په ګډه کار کوو او پر خلکو به کار کوو چې زمونږ نظریې ته درناوی وکړي. خو نن دا ورځ ده چې لومړي وزیر نریندرا مودي ته نیکې هیلې وړاندې کړو."

د هندوستان د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي
د هندوستان د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي

ددې ترڅنګ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ورته د بریا مبارکي ورکړې ده.

ولسمشر غني، ښاغلي مودي ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ هیله څرګنده کړې ده چې دواړه هېوادونه به د سیمیزې همکارۍ او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د هند د پارلمان په ولسي جرګه کې د اکثریت ګتلو لپاره باید تر ۲۷۲ زیاتې څوکۍ ترلاسه شي.

خو د هند د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د نریندرا مودي بهاراتیا جناتا پارټي (بي جې پي) د ۵۴۲ څوکیو څخه ۲۹۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

دا په هند کې د ۱۹۸۴ کال راهیسې یواځې د یوه سیاسي ګوند له خوا په یواځې ځان په پرلپسې توګه د دومره زیاتو څوکیو ګټل دی او له همدې امله یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي.

ښاغلي مودي وار دمخه د خپل بري اعلان کړی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي "موږ یو ځای وده کو او په ګډه به یو غښتلی او ټول شموله هند جوړوو. هند بیا وګټله".

خبر زیاتوي، په دغو ټاکنو کې د مودي مخالف د ګانګرس ګوند یواځې ۵۱ څوکۍ ګټلي دي.

په ټاکنو کې د مودي د ګوند له بریا سره سم د هند د ونډو په بازار کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی او د ممبيي د سټاک اکسچېنج له مخې د سنسیکس انډېکس له دوه فیصده زیاتوالي سره له ۴۰۰۰۰ پاینټونو څخه اوښتی او په ورته وخت کې نفتي له ۱۲۰۰۰ پاینټونو څخه اوښتی دي.

د دې ترڅنګ د ډالر په وړاندې د هندي روپۍ ارزښت هم لوړ شوی او دا مهال د یو ډالر په وړاندې ۶۹.۵۱ هندي کلدارې ورکول کېږي چې تر دې مخکې د یو ډالر په وړاندې ۶۹.۶۷ کلدارې و.

په هند کې له ټاکنو دوه

د هند په دغو ټاکنو کې شاخوا ۶۷۰ سیاسي ګوندونو او ډلو لږ تر لږه ۸۰۰۰ کسان کاندیدان کړي وو.

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې د بهاراتیا جناتا پارټي ایتلاف، نشنل ډیموکراټیک الاینس ۳۱۶ څوکۍ په ګډه سره ګټلي دي په داسې حال کې چې مخالف سیاسي اتحاد یواځې ۸۶ څوکۍ ګتلي دي.

د هند د ټاکنو کمیسیون وايي شاوخوا ۹۰۰ میلیون هندیانو په ټاکنو کې د رایو ورکولو حق درلود چې په نړۍ کې بیساری بلل کیږي.

ټاکل شوې چې د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې د زیارت یا پنجشنبې په ماښام او یا د جمعې په سهار اعلان شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG