لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:چاودنه کې څلور بهرني سرتیري ژوبل شوي


د رومانیا د دفاع وزارت ویلي ترهګرۍ سره په نړیواله مبارزه کې د دندې ترسره کولو پرمهال یې افغانستان کې په یوه چاودنه کې څلور تنه پوځیان ټپیان شوي دي.

د رومانیا هیواد چارواکو ویلي په پوځيانو یې دا چاودنه هغه مهال په افغانستان کې دجمعې په ورځ شوې ده چې دغو پوځیانو امریکایي پوځیانو سره یو ځائ ګزمه کوله.

د رومانیا په پوځیانو دخښ شوي ماین د چادنې ځای نه دی په ډاګه شوی خو دترلاسه شوؤ رپوټونو له مخې ټپي شوي رومانیان دافغانستان سویلي کندهار ولایت کې دمیشتو نړیوالو ځواکونو روغتونونو ته لیږل شوي دي.

نزدې یوه میاشت وړاندې د رومانیا پوځیان په افغانستان کې د ورته یوې بلې امنیتي پیښې سره هم مخامخ شوي و چې پکې پکې دوه عسکر ژوبل شوي وؤ

دامهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي پوځیان له ترهګرۍ سره دمبارزې ترنامه لاندې دافغان ځواکونو په روزنه ،صلاح او مشوورو ورکولو او په ځینو ځانګړو هوايي عملیاتو کې ملاتړ کوي.

دناټوپوځي ماموریت کې رومانیا هم یو له هغو هیوادونه څخه دی چې خپل پوځیان یې افغانستان ته لیږلي اؤ دغلته د ترهګرۍ په ضد په مبارزه بوخت دي.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې دامریکا دپوځي ماموریت له پیل څخه تراوسه پورې په تیرو ۱۸ کلونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ زره پوځیان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG