لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په لاړکانه کې تېره میاشت د اچ آی وي ۷۰۰ پېښې موندل شوي


واشنګټن: د امریکا او د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې د څېړونکو یوه ډله د نهې یا سې شنبې په ورځ پاکستان ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې چې ددغه هېواد په جنوبي برخو کې یواځې تېره میاشت تر ۷۰۰ زیات کسان چې اکثره یې ماشومان دي پر اچ آی وي اخته پېژندل شوي دي.

وروسته له هاغې چې د سند ایالت په لاړکاڼه نومي ښار کې د اپرېل په ۲۵ نېټه د اچ آی وي د چټک خپرېدو راپور خپور شو د نږدې ۲۲۰۰۰ کسانو وینه ددغه وایرس لپاره معاینه شوې ده.

په لاړکاڼه کې کابو یو نیم میلیون وګړي ژوند کوي او په تېرو وختونو کې هم په دغه ځای کې د اچ آی وي د خپرېدو پېښې رامنځ ته شوي دي.

سیمیز چارواکي وايي وروسته له هاغې چې په یادې سیمې کې د اچ آی وي وایرس د خپرېدو په اړه چې د ایډز ناروغي رامنځ ته کېږي خلکو اورېدلي نوهره ورځ په سلګونو کسان خپله وینه معاینه کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګروملتونو د ایډز د پروګرام مشرې ماریا ایلېنا وویل:

"پر اچ آی وي د اخته کسانو له ۸۰ فیصدو څخه زیات یې ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۵ کالو څخه کم دي."

هغې امریکا غږ ته وړاندې وویل، دا چې اکثره په اچ آی وي اخته کسان ماشومان دي نو کېدای شي دوی د ناپاکو او ککړو ستنو او سورنجونو او یا د ککړې وینې د انتقال له لیارې دغه وایرس اخیستی وي.

هغې وړاندې وویل، په یادې سیمه کې د اچ آی وي د خپرېدو د لاملونو په اړه د بشپړو پلټنو اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، د ډبلیو اچ او او د امریکا د ناروغیو، کنټرول او مخنیوي د مرکز ۱۱ کسان سر ښار کراچۍ ته رسېدلي دي.

هغې دا هم وویل، دغه ډله د پاکستان د حکومت په غوښتنه سیمې ته رسېدلی او دوی به له سیمیزو ادارو سره په ګډه درې اونۍ په دې اړه پلټنې کوي تر څو د لاملونو له موندلو څخه وروسته د هغې په کنټرول او مخنیوي کې کار وکړي.

د روغتیا په برخه کې د حکومت سلاکار ظفر میرزا ویلي، استعمال شوې ستنې یا سورنجونه په پاکستان کې دوباره پلاستیک کې اچول کېږي، د ککړې وینې انتقال او په لاړکاڼه کې د مکروبونو ناسم کنټرول ښايي دغلته د اچ آی وي د خپرېدو لاملونه وي.

انتقاد کونکي وايي، د اچ آی وي له خپرېدو داسې جوتېږي چې په ځانګړي توګه د سند ایالت په روغتیايي سیستم کې زیاتې ستونزې دي او د ملګروملتونو روغتیايي چارواکي هم دا خبره نه ردوي.

د ملګروملتونو د ایډز د کنټرول د ادارې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې کابو شپږ لکه ناقابل ډاکټران په غیر قانوني توګه کار کوي چې ۲۷۰۰۰۰ یې یواځې په سند ایالت کې کار کوي.

ظفر میرزا دا هم وویل، چې په پاکستان کې د اچ آی وي ایډز ستونزه تر دې ډېره زیاته ده څومره چې موندل شوې او پېژندل شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG