لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحمدالله محب په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي جنرال باجوه سره په افغان سوله خبرې کړي


دپاکستان په سفر تللی دافغانستان د ملي امنیت دمشاور ښاغلي حمدالله محب په مشرۍ یو لوړ رتبه تیرماښام دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روان عمل،د دواړو هیوادونو په اړیکو اؤ دسیمې په وضعیت خبرې اترې کړي دي.

ښاغلي محب پخپله ټوئټر پاڼه لیکلي چې دپاکستاني پوځ دمشر جنرال قمرباجوه سره یې دغه لیدنه د سه شنبې په ماښام په پینډۍ کې دهغه په کور کې کړې ده چې پکې په یو لړ مهمو چارو دخیالاتو تبادله شوې ده.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې په ماسکو کې طالبان،افغان سیاسي مشران اؤ دولتي استازي په یو کانفرنس کې پخپلو کې راټول شوي اؤ دطالبانو مهم مشرملا عبدالغني برادر په دغه کانفرنس کې ویلي چې طالبان سولې ته ژمن دي.

پاکستان ته د افغانستان دملي امنیت دمشاور په مشرۍ د لوړ رتبه پلاوي له سفر وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره ټیلي فوني اړیکه نیولې وه اؤ هغه نه یې غوښتي وؤ چې دافغان سولې په روان بهیر کې باید همکاري وکړي.

ښاغلي حمدالله محب په ټوئټر خپل بیان کې دپاکستان دپوځ مشر سره دخپلې لیدنې زیات جزئیات نه دي په ډاګه کړي خو یوازې دومره یې لیکلي چې جنرال باجوه سره یې دافغان سولې په روان بهیر،دترهګرۍ په ضد خپلو کې په مرستو اؤ په سیمه ییزو اقتصادي اړیکو غځولو خبرې کړي دي.

دپاکستان پوځ لا تر اوسه ددې لیدنې په اړوند څه قسمه بیان نه دی خپور کړی.

دافغانستان دملي امنیت مشاور سره په دې سفر کې دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم ملګری دی اؤ ټاکل شوې ده چې دا پلاوی به یو شمیر نور لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره لیدنې هم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG