لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو دطالبانو نور زندانونه مات کړي،۴۷بندیان یې راخوشې کړل


دافغانستان ددفاع وزارت وايي،په کندز او بغلان ولایتونو کې دافغان ځواکونو په علمیاتو کې دطالبانو له زندانونو څخه ۴۷ تنه بندیان خوشې کړل شوي دي.

افغان امنیتي چارواکو ویلي په تیره یوه میاشت کې د ولسي خلکو په ګډون نږدې۴۰۰ امنیتي سرتیري دطالبانو له زندانونو په ځانګړو عملیاتو کې ازاد شوي دي.

ددفاع وزارت ویاند زبیرحارث نن دسه شنبې په ورځ امریکا غږ ډیوه ته وویل تیره شپه د کندوز ولایت اقتاش ولسوالۍ کې دافغانستان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې دطالبانو له زندان څخه ۱۳ بندیان ازاد شوي دي.

حارث وویل"دکندوز اقتاش ولسوالۍ په قلعه زال سیمه کې بیګاه شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو پلان شوي عملیات سرته ورسول او په دې عملیاتو کې زمونږ ۱۳ تنه هیواد وال د دښمن له زندان څخه ازاد شوي چې درې تنه یې پولیس،یوتن د اردو سرتیری،۹ تنه عام ولسي خلک دي"

ددفاع وزارت ویاند زبیر زیاته کړه ورته عملیات تیره شپه دبغلان مرکزي ولسوالۍ کې هم ترسره شوي دي.

ویاند وايي دافغان ځانګړو ځواکونو په دې هدفي عملیاتو کې چې دطالبانو یو زندان په نخښه شوی ۳۴ بندیان د طالبانوله زندان څخه ازاد شوي دي.

حارث وویل"دبغلان مرکزي ولسوالۍ دنواباد په کلي کې۳۴ نور زندانیان هم ازاد شوي دي چې په هغې کې ۷ تنه دملي اردو،۷ تنه د پولیسو مربوط دي،درې تنه د ملي امنیت کسان دي او۱۷ تنه نورملکي وګړي دي"

ددفاع وزارت ویاند له ډیوه سره په خبرو کې زیاته کړه هغه ځانګړي عملیات چې په تیره یوه میاشت کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو په زندانونو ترسره شوي دعامو ولسي خلکو په ګډون نزدې ۴۰۰ کسان پکې له بنده ازاد شوي دي.

دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې دطالبانو په زندانونو دافغان امنیتي ځواکونو دعملیاتو لړۍ چټکه شوې.

دفاع وزارت ویلي دطالبانو یو زندان هم دافغان امنیتي ځوکونو له عملیاتو خوندي نه شي پاتې کیدلی او ټول هغه ملکي وګړي او امنیتي سرتیري به راخلاصوي چې دطالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG