لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په ملک د قرضونو سېوا کېدو د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د لوړې کچې يو کمېشن جوړوي چې مالومه کړي چې په تېرو لسو کلونو کې په ملک ۲۴ زره اربه روپۍ قرضونه څنګه سېوا شوي دي.

عمران خان ويلي د کمېشن مشري به هغه په خپله کوي او په کمېشن کې به د ملک د ټولو تحقيقاتي ادارو او مرکزي بېنک غړي شامل وي.

وزيراعظم عمران خان د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې په ټیلي ويژن وېنا کې د کمېشن جوړولو ويلي او تور یې لګولی چې د پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند په تېرو حکومتونو کې په ملک دغه قرضونه سېوا شوي دي.

هغه ويلي د پروېز مشرف په دور کې په ملک بهرنۍ قرضه د ۳۹ اربه ډالرو نه ۴۱ اربه ډالرو ته رسېدلې او په تېرو لسو کلونو کې دا قرضونه د ۴۱ اربه ډالرو نه ۹۷ اربه ډالرو ته رسېدلې ده.

هغه ويلي پخواني واکمن د قامي احتساب په منګول کې راغلي دي او ادعا يې کړې ده چې نن قانون سرلوړی دی عدالتونه او نېب ازاد دي او غټ برجونه نن په زندان کې دي.

عمران خان دغه خبرې د پخواني صدر او پيپلز ګوندد مشر اصف علي زرداري او پنجاب اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر د مسلم ليګ ن ګوند حمزه شهباز د نیولو وروستو کړې دي.

په عېن حال کې پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د راتلونکي مالي کال ټولټال بجټ چې څه د پاسه اوه کربه روپۍ (٧٠٢٢ اربه روپۍ) جوړيږي، وړاندې کړی دی.

عمران خان نېغ تور لګولی چې په تېرو لسو کلونو کې د نوازشریف او اصف علي زرداري حکومتونو په اربونو ډالره د ملک نه بهر د هنډۍ او حوالې د لارې ويستي او بيا يې د بې نامي اکاؤنټونو د لارې ترې ځینې روپۍ بیرته ملک ته راوړلي دي او په دې موده کې د مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند مشرتابه نوره شتمنه شوې ده.

هغه ويلي چې د احتساب نوم اخلي دا خلک د ملکي اقتصاد بې ثباته کولو دپاره په سړکونو د راوتلو ګواښونه کوي هغه زياته کړې که دوي هر څومره شور کوي او د هغه سر پکې ولې نه ځي خو غله به نه پرېږدي.

د عمران خان په وېنا ملک ته دوه اېن ار اوز يا دوه ځله جوړ جاړي زیات تاوان اړولی دی، په کال ۲۰۰۰ کې پروېز مشرف د جوړ جاړي د لارې نوازشریف ته د سعودي عرب لار ورکړې او په ۲۰۰۸م کې بيا د ميثاق جمهوريت په نوم اېن ار شوې وه.

هغه د کال ۲۰۰۸ چارټر اف ډيموکرېسي ته چارټر اف کرپشن ويلي دي.

هغه تور لګولی چې د زرداري او نوازشریف په حکومتونو کې د حوالې او هنډۍ د لارې لندن او ابوظهبي ته د جعلي اکاؤنټونو د لارې پېسې لېږل شوي دي.

هغه دا هم ويلي چې ماډلې ايان علي بهر ملک ته پينځه لاکه ډالره وړل او په ايئرپورټ نيول شوې وه او هغه له دغې وړاندې هم څو ځله بهر تللې وه او د هغې او د پيپلز ګوند د چيئرمېن بلاول بټو زرداري شريک بېنک اکاؤنټونه دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG