لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: پاکستان په مهمه سیالۍ کې اسټريليا ته مخامخ کيږي


د پاکستان کرکټ لوبډله د نړيوال کپ په روانو سياليو کې نن د شورو، چارشنبې په ورځ د اسټریليا د لوبډلې سره په مهمه سيالۍ کې مخامخ کيږي.

پاکستان په روان نړیوال کپ کې تراوسه پورې څلور درې سیالۍ کړي په اوله کې يې د ويسټ انډيز نه ماتې خوړلې، په دوېمه کې يې انګلېنډ ته ماتې ورکړې او درېمه سيالي يې د سري لنکا سره وه کومه چې د باران ښکار شوې وه.

بل لور ته اسټریليا په دوه سياليو کې د افغانستان او د ويسټ انډيز لوبډلو ته ماتې ورکړې او د هند نه يې ماتې خوړلې وه.

د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد ویلي حوصلې يې لوړې دي او د اسټریليا پرضد د غوره لوبې دپاره هيله مند دي.

راپورونه وايي نن د پاکستان او اسټریليا د لوبې په مهال د باران امکان هم څرګند کړی شوی دی.

تر دې دمه د نړیوال کپ په ترسره شوؤ سياليو کې په لسو لوبډلو کې په زیاتو پواينټونو کې په اول نمبر د نيوزي لېنډ لوبډله ده درې سیالۍ يې کړي درې واړه یې ګټلي او شپږ پوائنټونه ورسره دي.

اسټریليا د څلوور پواينټونو سره په څلورم نمبر او پاکستان د درې پواينټونو سره په اتم نمبر ده.

د پاکستان او اسټریليا لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو سیاليو تاريخ ته که وکتل شي تراوسه پورې يې ۱۰۳ نړيوالې يو ورځنۍ سیالۍ کړي ۶۷ اسټریليا او ۳۲ پاکستان ګټلي دي، يوه بې د کومې نتيجې پای ته رسېدلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG