افغان چارواکو ويلي د هېواد په ختيځ کې پاکستان ته څېرمه پرتې سيمې کونړ کې د لشکر طيبه ډلې په يو مرکز عمليات شوي او د دغه ډلې يو مشر پکې سره د درېو ملګرو وژل شوی دی.
بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت ويلي د پاکستان سره په پوله پرتې ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پرضد عملياتو کې ۱۳ داعشيان هم وژل شوي دي.
د وي او ای اشنا غږ د خبر ترمخه افغان چارواکو ويلي د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې په ترسره شوؤ عملياتو کې د لشکر طيبه ډلې کمانډر مجيد سره درېو ملګرو وژل شوی او پينځه يې نور ژوبل شوي دي.
پاکستان لشکر طيبه ډله په کال ۲۰۰۲م کې لاقانونه ګرځولې وه.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي د ملي امنيتي ځواک يې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې عمليات کړي او ۱۱ داعشيان يې وژلي دي.
د امریکې د مرکزي کمانډ جنرل فرېنک مېکنزې ويلي په افغانستان کې داعش د امریکا دپاره ګواښ دی چې بريد پرې وکړي او نوموړي په ډاګه کړې ده دوي څرګند دريځ لري چې داعش د فشار لاندې وساتي چې داسې کار ونه کړی شي.
په وروستيو کې ای پي د امریکايي او افغان ځواکونو د قوله ويلي ؤ داعش په افغانستان کې ځان غځوي او پنجې کلکوي، خو مېکنزې ويلي داعش خپل توان نه شی سېوا کولی خو اوس هم غټه ستونزه ده.
مېکنزې ويلي داعش زمونږ دپاره اندېښنه ده او دا ډله په ختيځ افغانستان کې قوي ځالې لري.