لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان، سرفراز ته د بيټنګ ويلي خو هغه بالينګ اخيستی


د پاکستان وزيراعظم عمران خان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد ته مشوره ورکړې چې د هند پرضد سيالۍ کې پچه، ټاس وګټي او لمړی بيټنګ واخلي خو سرفراز احمد ټاس ګټلی او لمړی يې بالينګ اخيستی دی.

عمران خان د هند سره د سيالۍ نه نزدې دوه نيم ساعته وړاندې په ټويټر لوبډلې ته مشوره ورکړې وه.

خان د لوبډلې کپتان سرفراز احمد ته مشوره ورکړې وه چې ټاس وګټي او لومړی بيټنګ واخلي، هغه ويلي د سیالۍ د ګټې حکمت عملي په نظر کې وساتي او تجربه کار بالران مېدان ته کوزول پکار دي خراب لوبغاړي زیاته ښه لوبه نه شي کولی او نن په سوچ سره لوبه کول پکار دي.

عمران خان خپلې لوبډلې ته دا مشوره هم ورکړې چې د ماتې خوړو ويره د ذهن نه اوباسي او مثبت پام ته اړتيا لري.

نوموړي لوبډلې ته ځينې نورې مشورې هم ورکړي دي.

خو د پاکستان او هند ترمنځ د تېرو نړيوالو سياليو تاريخ ته که وکتل شي په تېرو وختونو کې دواړه لوبډلې شپږ ځله يو بل ته مخامخ شوي خو تل پاکستان ماتې خوړلې ده.

دواړه لوبډلې نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د انګلېنډ په مانچسټر کې يو بل ته مخامخ شوي او سيالي د پاکستان په وخت ماسپښين په دوه نيمې بجې پېل شوې ده.

په روان نړيوال کپ کې پاکستان تراوسه پورې څلور سيالۍ کړي يوه يې ګټلې دوه يې بايللي او يوه سيالي د باران ښکار شوې درې پواينټونه لري.

هند درې سيالۍ کړي دوه يې ګټلي او يوه يې بايللې ده پينځه پواينټونه لري.

پاکستان او هند تراوسه پورې په ټولو ۱۳۱ يو ورځنيو سياليو کې يو بل ته مخامخ شوي پاکستان پکې ۷۳ او هند ۵۴ سيالۍ ګټلي دي، څلور سيالۍ نيمګړې پاتې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG