لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانگرس مشره: د ټانکرونو په برید کې د ایران د ملزم گرځولو دپاره ثبوت ندی وړاندې شوی


نینسي پلوسي
نینسي پلوسي

پس له هغه چې د امریکا د حکومت چارواکو پر ایران دا تور ولگاوه چې گني د عمان په خلیج کې یې د تیلو پر جهازونو برید کړی دی، د امریکې د کانگرس ډیموکراتې مشرې نینسي پلوسي ویلي چې تر اوسه په دې اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی.

میرمن پلوسي دا خبره د نيويارک مشهور ټېنک ټنک "کونسل ان فارن ريلېشن" ته د خپلې وېنا پر مهال وکړه، او ویې ویل چې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د ایران د ملزم گرځولو دپاره څه کره ثبوت نه دی پیش کړی.

نینسي پلوسي خبردارې ورکړ چې د ايران سره جنګ به ډير خطرناک اثرات ولري. د هغې له خبرو نه وړاندې د امريکې د خارجه چارو وزير مايک پامپيو تور لګولې وو چې د تيلو ټينکرو بريد کې ايران لاس درلود.

نينسي پلوسي ويلي د دفاع بل پاس کول دا معنا نه لري ګنې چې دوي د ايران پرضد د جنګ په لور روان دي.

پلوسي زياته کړې چې د ايران په معامله کې د هيڅ قسمه تندي نه لري او "مونږ به هغه ځای ځواب کوو چې چرته ضروي ګڼل کيږي."

نينسي پلوسي ويلي د اوباما په وخت کې چې د ايران سره د امریکا کومه ايټمي معاهده شوې وه، هغه يو باوري تړون يا معاهده ده.

پلوسي وويل چې موجوده د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د دغه تړون په اړه خپل دريځ بدل کړو. هغې زياته کړه چې روسيه او چين به چرته هم د ايران پرضد نه شي او د هيڅ قسمه پابنديو برخه به جوړه نه شي. دغه هيوادونه نه غواړي چې په ايران بنديزونه ولګي.

پلوسي زیاته کړه چې په ايران کې د شيعه سخت دريځو په موجودګۍ کې به چين او روس په ايران چرته هم بندیزونه ونه لګوي.

نينسي پلوسي ويلي چې د ايران مسله څاري او د جګړې په لور د تلو هيڅ قسمه پلان نه لري تر څو چې بشپړه پلټنې نه شوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي وو، د امريکې د حکومت اندازه ده چې په خليج عمان کې د تېلو په ټېنکرو د برید زمه وار ايران دی. هغه ويلي دغه بريدونه د نړیوال امن دپاره ګواښ دی.

په دغه تيلو په ټينکرو کې يو جاپان د شرکت او يو د ناروې د شرکت جهازونه وو.

ايران دغه تورونه رد کړي دي. د ايران د بهرنیو چارو وزير جواد ظريف دغو بريدونو ته مشکوک ويلي او زياته کړې يې ده دا په داسې حال کې شوي چې د جاپان وزيراعظم شېنزو ابی په تهران کې د سپريم ليډر ايت الله خامنه ای سره ويني او په سیمه کې د تريخوالي په کمولو ورسره خبرې کوي.

نينسي پلوسي غونډي ته د سعودي عربستان او د امريکا سره د ټرون په اړه هم خبرې وکړې او وويل چې دا ډيره واضحه چې کانگرس په سعودي د وسلې خرڅ خلاف ووټ اچوي، او هر هغه واک ختملو خلاف په ووټ اچوي کوم چې سعودي ته د وسلي د خرڅ مجاز وي.

د امريکه او سعودي ترمينځه په نزديو کې د سل اربه ډالرو نه زيات د وسلو د خرڅ معاهدې لاس ليک شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG