د امریکې صدر ډانلډ د ۲۰۲۰د راتلونکو صدارتي انتخاباتو دپاره خپل رسمي کمپاين پېل کړی دی.
نوموړي خپل انتخابي مهم د فلورېډا نه پېل کړی دی. فلورېډا چې (سوئنګ سټېټ) ورته ويل کيږي په ۲۰۱۶ کې يې د صدر ټرمپ په کاميابۍ کې مهم رول درلود.
سوئنګ سټېټس هغو رياستونو ته ويل کيږي چرته چې د ډېموکرېټ او ريپبلکنز څرګند اکثريت نه وي خو دغه ریاستونه په صدارتي انتخاباتو کې ختمي رول لوبوي.
د نهې يا سه شنبې په ورځ د فلورېډا په اورلېنډو ښار کې يوې غونډې ته په وېنا کې ډانلډ ټرمپ د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاباتو کې د برخې اخيستو رسمي اعلان کړی دی.
هغه ويلي د هغه د لمړي انتخابي کمپاين په پايله کې چې کوم اولسي تحریک پېل شوی هغه اوس نور پياوړی شوی دی. هغه ويلي ګڼي چې يو رياست ته اول د خپلو خلکو خيال ساتل پکار دي.
نوموړي د اقتصاد او امېګرېشن په اړوند د خپلو پاليسيانو دفاع کړې او خپل مخالف ډېموکرېټ ته یې سوشلسټ او ښي اړخه انتهاپسند ويلي دي.
هغه دعوه کړې چې د خپل صدارت په دوه نيم کاله کې يې څومره کار کړی هغه د امریکې په تاريخ کې چا نه دی کړی.
د انتخابي څيړونکو په وېنا فلورېډا په سوينګ ریاستونو کې تر ټولو غټ ریاست دی او د صدر په ټاکنه کې په اليکټورل کالج کې يې ۲۹ ووټونه دي.
د څيړونکو په وېنا د راتلونکي صدر په ټاکنه کې به د فلورېډا رول مهم وي او دغه علت دی چې صدر ټرمپ انتخابي مهم د دغه ځايه پېل کړو.