لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور نه تورخم پورې غټې لار دپاره نړيوال بېنک ۴۰۰ ملينه ډالره منظور کړي


د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي د خېبر کوريډور (د پېښور نه تر تورخم اېکسپرېس وی يا تېز سړک) جوړولو دپاره نړیوال بېنک ۴۰۰ ملينه ډالره منظور کړي او اوس به اقتصادي رابطه کونسل په خپله راروانه غونډه کې د دې پروژې د راتلونکې پرېکړه کوي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سليم جګړا وايي، "د تورخم پورې هايي وی جوړيږي او دا د ۴۰۰ ملينه ډالرو پروژه ده، دا به نه يواځې هايي وی جوړيږي بلکې د انډس هايي وی د لارې به د کراچۍ پورې تړل کيږي او دا به د پاکستان، افغانستان او سنټرل ايشيا لنک جوړوي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "کېدی شي په دغه پروژه کې د خېبر ضلعې دپاره وړوکی انډسټريل سټېټ هم جوړ کړی شي او په دې سړک چې کوم صنعتونو ته لګېدی شي هغه به هم لګولی شي".

د خېبر کوريډور پروژه پخوانۍ ده

د خېبرپښتونخوا د خزانې د محکمې انتظامي مشر شکيل قادر خان وايي، درې کاله وړاندې د تورخم د پولې دواړو غاړو ته نړيوال بېنک د تېز سړک يا اېکسپرېس وی جوړولو وړانديز کړی ؤ.

"درې کاله وړاندې د ورلډ بېنک تجويز راغی چې د سنټرل ايشيا او افغانستان سره که مونږ تجارت ته وده ورکوؤ نو د هغې دپاره ضروري ده چې زمونږ کوم روډ دی هغه دې د هر موسم او هر وخت دپاره وي غټ وي چې ګاډو ته پرې څه مسله نه وي نو دا تجويز ؤ چې د موټر وی په څېر دا سړک مونږ د تورخم پورې جوړ کړو".

هغه زياته کړه د نړيوال بېنک په پېسو به دا بيا په افغانستان کې هم جوړ شي. هغه وويل دا د نړیوال بېنک وړانديز دی او هغه ورته تیار دی چې د دې فنډنګ هم وکړي.

خان وويل، "په دې وخت کې دا د مرکزي حکومت سره پروت دی او صوبايي حکومت پکې هم دلچسپي لري نو کېدی شي چې په راتلونکو دوه درې میاشتو کې په دغه اړوند څه خبر مېلاؤ شي".

د خېبر کوريډو پروژه څه ده؟

شکيل قادر خان وايي دا پروژه د دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ سېوا کولو او اسانې رابطې په موخه ده.

هغه وايي په دې پروژه کې د موجوده لارې غټول او شلمان د لارې د نوې اېکسپرېس وی د لارې تورخم ته رسول دي.

"دواړه خبرې په دې وخت کې دي لکه دا موجوده لاره پراخول، او يوه چې زوړ کوم الائنمنټ په څه زمانه کې ؤ، هغه د کابل درياب سره په ملاګورو باندې د شلمان او تورخم پورې، نو هغه وړانديز هم شته دی خو چې يو ځل د دې منظوري وشي چې دا روډ جوړول دي نو د هغې نه وروسته به دا تفصيل مخې ته راځي".

او تېمور سليم جګړا وايي د پروژې غټه برخه د شلمان په پخوانۍ لاره يو اېکسپرېس وی جوړول دي.

د شلمان لاره

د شلمان لاره د پېښور د ورسک نه شورو کيږي په شاګۍ او ملاګورو د خېبر ضلعې د شلمان پورې رسي او په حېدري کنډاؤ لنډي کوتل تورخم ته ځي.

دا لاره د کابل د درياب کوز پاس تيريږي او د شينوارو دا نسبتا پرامنه ګڼل کېدونکې سيمه د کابل درياب سره د نزدې والي له امله ښايسته هم ده.

د خېبر کوريډور په اړوند د روان کال په سر کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې ګنې د پاکستان حکومت د دې پروژې په سر د نړیوال بېنک سره خبرې ودرولي دي.

شکيل قادر خان يې په اړه وايي،

"د مرکزي حکومت قرضونه سېوا دي نو کېدی شي هغوي ورته په هغه زاويه کتل او ښکارېده ورته چې نور قرض د دې دپاره نه شو اخيستی خو اوس دا د صوبايي حکومت په زمه وارۍ کې راغلو او صوبايي حکومت د قرضو په معامله کې ډېر په ښه پوزيشن کې دی او که صوبايي حکومت رضامندي وښايي نو د مرکزي حکومت دپاره بيا فېصله ډېره اسانه شي".

جګړا هم وايي صوبايي حکومت د دې پروژې په مخکې بوتلو کې غرضي دی.

"په هره غټه پروژه کې څه نه څه مختلفې رايې راځي خو دا پروژه به دوي بشپړوي".

د تورخم موجوده لاره د زیاتو او غټو ګاډو د چلند له امله د مسافرو او مال وړونکو ګاډو دپاره د وخت ضايع کېدو سبب جوړیږي.

د پاکستان او افغانستان سوداګري راکمه شوې

د روان کال مارچ په مياشت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ويلي ؤ د دواړو هېوادونو ترمنځ کېدونکې سوداګري د تېر کال په پرتله ۷۹ ملينه ډالره نوره راټيټه شوې ده.

د يادې خونې په خبر پاڼه کې د دوه اړخيزه سوداګرۍ کمېدو په علتونو کې د ټرانزټ د ځنډ ښکار کېدل، سياسي او امنيتي وضع او په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو موجودګي ښودل شوي وو.

د ګډې خونې سیکرټري جنرل فايزه زبېر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د سوداګرۍ د راټيټېدو د حجم په اړوند ويلي ؤ،

د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري"د ۲۰۱۷م د جولايۍ نه تر ۲۰۱۸م د جنورۍ پورې ۲۸۵ملينه ډالره ، اوبيا د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م په ياده موده کې دا ۲۰۶ ملينه ډالره وه، چې پکې ۷۹ ملينه ډالره کمی راغلی دی".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپرېل په مياشت کې د تورخم د پولې د ۲۴ ساعته پورې پرانسته خبره کړې وه خو په دغه اړوند بيا د نور پرمختګ په تړاؤ مخې ته څه نه دي راغلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG