دکرکټ دنړیوال جام دسیالیو په دوام دافغانستان اؤ هند دلوبډلو سیالي روانه ده چې پکې دا مهال د هند لوبډله په توپ وهنه بوخته ده اؤ په ۱۸ؤ اوورونو کې یې د دوؤ لوبغاړو په تاوان ۷۵ منډې جوړې کړي دي.
دانګلینډ په ساوتهـ همپټن لوبغالي کې دکېدونکې دغه سیالۍ پچه د هندي لوبډلې کپتان ویراا کوهلي ګټلې اؤ هغه وړومبی د توپ وهنې پرېکړه کړې ده.
په دغه مهال خپلو خبرو کې ښاغلي ویرات کوهلي ویلي د همپټن لوبغالې د منډو جوړولو دپاره زیات غوره دی اؤ هغوئ هیله لري چې دافغانستان دلوبډلې په ضد به ښه لوبه وکړل شي.
دهندي لوبډلې کپتان د افغان لوبډلې ستائنه هم کړې اؤ ویلي دي چې هرکله افغان لوبډله په غوره لوبه لاس پورې کړي نو بیا دا یو خطرناکه لوبډله ثابتیدلی شي.
افغانستان دکرکټ په روانو نړیوالو سیالیو کې تراوسه پینځه لوبې کړي خو په دغو لوبو کې یې یوه هم نه ده ګټلې.
دافغان لوبډلې مشر ګلبدین نائب ویلي که چرې پچه یا ټاس هغوئ ګټلی وی نو هم به یې دتوپ وهنې پرېکړه کوله .
تر دې وړاندې هندي لوبډلې دخپل رقیب ګاونډي هیواد پاکستان لوبډلې ته دکرکټ په روانو سیالیو کې ستره ماتې ورکړې وه چې په نړیواله کچه د هندي لوبډلې غوره لوبه ستائیل شوې وه.
هند سره په روانه سیالۍ کې دافغانستان په لوبډله کې دوه بدلونونه راوستل شوي چې ترمخه یې د دولت ځدران اؤ نورعلي ځدران پځائ حضرالله ځاځي اؤ افتاب احمد ته دلوبېدو موقعه ورکړل شوې ده.