لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت مخالفه ګوندونه په ۲۶ جون ټول ګونديزه غونډه کوي


سياسي مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام (ف) په ۲۶ جون ټول ګونديزه غونډه رابللې چې پکې به د حکومت مخالفه ګوندونه ګډون کوي او د تحريک د حکومت پرضد به پکې تګلاره جوړوي.

د مولانا فضل الرحمان ګوند چې د ټول ګونديزې غونډې کوربه توب کوي ويلي يې دي په ټول ګونديزه غونډه کې به د حکومت پرضد ګډه تګلاره جوړولی شي چې په ممکنه ډول به يې پرضد سخت تحريک پېل کړی شي.

د راپورونو ترمخه پاکستان پيپلز ګوند، پاکستان مسلم ليګ ن، متحده مجلس عمل او عوامي نيشنل ګوند به په غونډه کې ګډون کوي.

د غونډې په اړوند ويل کيږي چې د بجټ ترڅنګ د حکومت لخوا د لسو کالو د پلټنو د کمېشن او ورسره په نورو چارو خبرې اترې وشي.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند د قبايلي ضلعو مشر او د مولانا فضل الرحمان مشاور مفتي عبدالشکور وايي، "د يادې غونډې بنيادي مقصد دا دی چې په دې تېرو لسو میاشتو کې د حکومت ناکامۍ او نااهلۍ دا ټولې به مخې ته ساتو او د ولس په وړاندې به يې ږدو او دوېمه خبره دا ده چې دا حکومت به نسکورؤ او د حکومت نسکورولو پورې به جمعيت علمااسلام تحريک دوامداره ساتي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "دوي د پخوا راهسې د هر ډول حالاتو مقابله کړې ده او که د مولانا فضل الرحمان پرضد دوي زر رېفرنسونه راوړي دوي يې رد کوي دوي د دغو احتساب کوونکو احتساب منلو ته تيار نه دي او دغه ادارې د سياسي انتقام دپاره جوړې شوي دي".

هغه زياته کړه "د سياسي انتقام د لارې په سياسي ګوندونو فشار اچول کيږي چې هغوي کښېنول شي خو جمعيت علما اسلام پرېکړه کړې چې که نور هيڅوک هم ورسره نه وي دوي به په يواځې سره تحریک چلوي".

د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر ميا افتخار حسېن د جمعيت علمااسلام ف د ټول ګونديزې غونډې په اړوند وايي، چې ټولو ګوندونو مولانا فضل الرحمان د ټول ګونديزې غونډې واک ورکړی ؤ او هغه هيله لري چې ټولې پارټۍ به پکې ګډون وکړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د تحریک انصاف حکومت سېلېکټډ دی او دوي د روانو حالاتو په تناظر کې غواړي چې نوي انتخابات وشي او ولس انتخاب وکړي.

څيړونکی او خبريال فخر کاکاخېل چې په وروستيو کې د مولانا فضل الرحمان سره يې ليدلي وايي په وروستيو کې په اسلام اباد کې سياسي بدلونونه ښايي چې پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن به په دې تحریک کې پوله برخه وانه خلي خو مولانا په دې باور لري چې د حکومت د نسکورولو پورې تحریک وچلوي.

مولانا فضل الرحمان څو ورځې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن د مشرانو سره ليدلي او د ټول ګونديزه غونډې په اړوند ورسره غږېدلی ؤ.

د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري ويلي د حکومت د نسکورولو يا تحریک چلولو په اړوند پرېکړه به په ټول ګونديزه غونډه کې کولی شي.

په روژه کې هم د پيپلز ګوند لخوا په بلل شوې يوه غونډه کې ويل شوي وو چې په ټول ګونديزه غونډه کې به د حکومت پرضد د راتلونکې تګلارې پرېکړه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG