لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امریکې هرکلی کړی چې بي اېل ای يې نړيواله ترهګره ډله ګرځولې


امريکې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د جنګېدو دعوه کونکې بلوڅ وسله واله ډله بلوچ لېبریشن ارمي (بي اېل ای) ترهګره ډله ګرځولې او پاکستان د امریکې د دې ګام هرکلی کړی دی.

د امریکې خارجه وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ د بي اېل ای د ترهګرو تنظیمونو په فهرست کې د شاملولو اعلان کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د امریکې لخوا د بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې) نړيوال ترهګر تنظیم ګرځولو څخه خبر شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ویلي پاکستان دغه ډله په کال ۲۰۰۶م کې لاقانونه ګرځولې او په وروستيو کې دې ډلې په ملک کې يو شمېر ترهګر بريدونه کړي دي.

پاکسان ويلي هيله لري چې د امریکې لخوا د بي اېل ای نړیوالې ترهګرې ډلې ګرځولو سره به د دې ډلې زور کم شي.

پاکستان وايي په ملک کې ترهګري کوونکي، د ترهګرو جوړؤنکي، د دوي مالي مرستې کوونکي او بهرني مشران به يې د قانون منګولو ته راولي.

بي اېل ای په وروستيو کې د څو يادو بريدونو کې زمه وارۍ منلي دي چې پکې په ګوادر کې په پرل کانټېننټل هوټل بريد، په کراچۍ کې د چين په کونسلګرۍ بريد او په دالبندين کې د چين د انجينيرانو په بس ځانمرګی بريد شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG