لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت ويلي د دوحه په بېن الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي


د جرمني او قطر په ګډ کوربه توب د روانې میاشتې جولايۍ په اوومه او اتمه نېټه په دوحه کې بېن الافغاني خبرې ټاکل شوي خو افغان حکومت ويلي په غونډه کې برخه نه اخلي.

د افغانستان او پاکستان دپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکو پوټزل دوه ورځې وړاندې ویلي ؤ د افغانستان د سولې د هڅو په ملاتړ کې جرمني او قطر د بېن الافغاني خبرو دا غونډه راجوړوي.

د افغانستان د صدر ویاند صدیق صدیقي وي او ای اشنا ته ويلي"په دغې غونډې کې د افغان حکومت څخه څوک ګډون نه کوي او نه به یې څوک استازیتوب کوي."

هغه ويلي دوي په دغه اړوند کره مالومات هم نه لري چې په غونډه کې نور څوک ګډون لري.

په کابل کې د جرمني سفارتخانې د بېن الافغاني خبرو په اړوند ويلي ؤ، جرمني او قطر هيله لري چې دغه غونډه به د مهمو فريقېنو ترمنځ د اعتماد په جوړولو کې رول ولوبوي.

د سفارتخانې په بيان کې د افغان حکومت يا طالب استازو د ګډون په اړوند څه نه ؤ ويل شوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د جرمني او قطر مننه کړې چې بېن الافغاني خبرې راجوړوي.

هغه ويلي دا خبرې د ۴۰ کالو د غميزې نه د زده کړې ، د مخکې تلو، يو بل منلو، د موافقې د لټون او سياسي اختلافاتو هوارولو په لور قدم دی. هغه ويل کاميابي ورته غواړم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG