لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستانۍ لوبډلې کپتان وايي د بنګله دېش پرضد د ۵۰۰ رنزونو جوړولو هڅه کوو


د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد وايي هڅه به کوي چې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې پرضد ۵۰۰ رنزونه جوړ کړي. خو د پوهانو په نظر د پاکستانۍ لوبډلې سیمې فاينل ته وتل ډېر ګران ښکاري.

د کرکټ د نړیوال کپ په روانو سياليو کې پاکستانۍ لوبډله نن د جمعې په ورځ د بنګله دېش کرکټ لوبډلې ته مخامخ کيږي.

پاکستان ته د سيمې فاينل پړاؤ ته د رسېدو، او د رنز رېټ حساب د برابرولو دپاره ورته نن لږ تر لږه ۴۰۰ رنزونه جوړول پکار دي او چې بيا د بنګله دېش لوبډله په ۸۴ رنزونو اؤټ کړي.

سرفراز احمد ويلي پوره هڅه به کوو، چې ۴۰۰ رنزونه جوړ کړو او ډېر رنزونه جوړ کړو د لوبې د ګټلو هڅه به کوو او که الله تعالی ليکلي وي او معجزه کيږي او ۵۰۰ رنزونه وکړو.

خو د کرکټ د پوهانو په نظر پاکستانۍ لوبډله د ۵۰۰ رنزونو خبره هغه وخت کولی شي چې د لوبې پچه يا ټاس وګټي او لمړی بېټنګ واخلي او که د پچې موقعې بنګله دېش ته په لاس ورځي نو د پاکستانۍ لوبډلې دغه خوب په ځای پاتې کيږي.

دوېم دا چې دا وخت د پاکستان په اته سياليو کې نهه پواينټونه دي او که د بنګله دېش پرضد سيالي ګټي هم نو د نيوزي لېنډ د لوبډلې رنز رېټ د پاکستان نه ښه دی هغه موقع په لاس ورتلل هم ګران دي.

په سوشل ميډيا د سرفراز احمد د ۵۰۰ رنزونو جوړولو په خبره پسې طنز او ټوقې شوي او ځینو ويلي د پاکستان لوبډله هر څه کولی شي.

په ټويټر د سرفراز خبرو ته د څو کسانو غبرګون:

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG