لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دکرکټ بورډ دتشکیلاتي ستونزو اؤ اړتیاؤ ختمولو امر کړی


دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې دپرله پسې نهو ماتو وروسته دافغانستان ولسمشر اشرف غني اړوند مسولینو ته امر کړی چې د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیاوې دې جدي وارزول شي .

ولسمشر ویلي دي دکرکټ بورډ مسئولیت لري چې د ټیم د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په ټیم کې نظم او اتحاد وساتي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام دافغانستان کرکټ بورډ له غړو سره وکتل او ددغه بورډ د وضعیت په اړه یې د هغوی ارزونه او راپور واورېد.

په انګلینډ کې دکرکټ دنړیوال جام په روانو سیالیو کې افغانستان نهه سیالۍ کړي اؤ دغو نهو واړو سیالیو کې په ماتې خوړلو دنړیوال جام څخه بهر شوی .

په ټولنیزو رسنیو دکرکټ بورډ دمشرانو اؤ دلوبغاړو ترمینځ په خپل منځي اختلافاتو سختې نیوکې روانې دي اؤ ګڼ شمیر افغانانو د ولسمشر څخه غوښتنې کولې چې باید دکرکټ بورډ دمشرانو ناسمو پرېکړو اؤ دلوبغاړو خپل منځي اختلافونو ته پام وګرځوي.

صدارتي ماڼۍ وایي ولسمشر سره لیدنه کې د افغانستان د کرکټ بورډ غړو وویل، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال او تر هغه وروسته د افغانستان د کرکټ وضعیت وارزول شو او د ملي ټیم د ښه کېدو لپاره ځینې اقدامات ترسره شوي دي.

په دغه مهال ولسمشر غني د هېواد د کرکټ ملي ټیم او د افغانستان کرکټ بورډ د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، د کرکټ ملي ټیم تل د افغانستان لپاره لویې لاسته راوړنې او ویاړونه راوړي دي او د ملي ټیم بری د خلکو لپاره یوه مهمه موضوع ده.

هغه وویل کرکټ د خلکو ملي پانګه ده او د هغه د وضعیت د ښه والي لپاره باید پانګونه پرې وکړو.

داشرف غني په وینا “موږ د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ په مخکې لرو او په هغه کې د بریالي کېدو لپاره باید لازم تیاری ونیول شي”

دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې دافغانستان دلوبډلې له ماتیو وروسته دبورډ لپاره تیره ورځ دنوي اجرائیه مشر دټاکل کیدو ترڅنګ ځېنې مامورین له دندو هم ګوښه کړل شوي اؤ دلوبډلې دمشر بدلولو پرېکړه هم شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG