لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په درېو مياشتو کې ۵۹۶ او شپږو مياشتو کې ۹۵۰ ملکي وګړي وژل شوي


د امریکې د دفاع وزارت ویلي په افغانستان کې په روان ۲۰۱۹ کال کې په لومړو پينځه میاشتو کې د بدامنۍ په پېښو کې ۳۱۶۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوختي او د هېواد د بشري حقونو کمېشن يې ويلي په درېو مياشتو کې ۵۹6 ملکي وګړي وژل شوي دي.

د امریکې د دفاع وزارت ويلي په ۳۱۶۳ کسانو کې ۵۹۰ وژل شوي چې پکې د بهرنیو ځواکونو په عملياتو کې ۶۸ کسان وژل شوي ۵۵ ژوبل شوي او د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د پېنټاګون ترمخه د پاتې ۷۷۸ وژل شوو او ۱۹۷۱ ژوبل شوو زمه واري د تندلارو په غاړه ده.

د افغانستان د بشري حقونو ازاد کمېشن ويلي د روان هجري شمسي کال چې د ۲۰۱۹ د ۲۱ مارچ څخه پېل شوی په افغانستان کې د يادې مودې نه وروسته په درېو مياشتو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو او نورو وسله والو ترمنځ په نښتو کې ۵۹۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۹۲ ژوبل شوي دي.

د طلوع نيوز ترمخه د کمېشن مشر موسی محمودي ويلي په اوختې مرګ ژوبله کې ۷۳۳ شمېره د ماشومانو ده.

نوموړي ویلي ملکي وګړو ته د اوړېدونکې مرګ ژوبلې د مخنيوي دپاره هیڅ ګامونه نه پورته کيږي د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ په نښتوکې مرګ ژوبلې رامنځته کيږي خو په زیاتو ملکي وژنو کې طالبان لاس لري.

په افغانستان کې د وژنو تازه پېښه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ په کندهار کې شوې او په خاکرېز ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ښخ ماين په چاؤدنه کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي ماين د عامو خلکو په ګاډي چاؤدلی دی او په پېښه کې ښځې او ماشومان هم په هدف شوي دي.

په افغانستان کې د مرګ ژوبلو دغه شمېرې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د امریکا د طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي او دواړه فريقه وايي چې په خبرو کې يې مثبت پرمختګ شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG