لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي اېم اېف مشرې د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړې


د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) مشرې کرسټين ليګارډ د خپلې چوکۍ څخه استعفی ورکړې ده.

هغه به د دې چوکۍ پرېښودو وروسته د يورپي مرکزي بېنک د مشرې چوکۍ سمبالوي.

ليګارډ ويلي د ۱۲ ستمبر نه به یې استعفی عملي وي او زياته کړې يې ده د هغې استعفی د ايي اېم اېف په ګټه ده.

د ليګارډ د استعفی خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستيو کې يې د پاکستان دپاره د شپږ اربه ډالرو د پور ورکولو څارنه کوله او په دغه لړ کې يې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سره ليدنې هم شوي دي.

هغه د فرانس د بهرنیو چارو پخوانۍ وزيره پاتې شوې او د ايي اېم اېف لومړۍ ښځينه مشره ده.

نړیواله اداره ايي اېم اېف د دوېم نړیوال جنګ وروسته جوړه کړی شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG