لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان : پاکستان دې د کلبهوشن په اړه د نړيوال عدالت فېصله زر تر زره عملي کړي


د هندوستان خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي د نړيوال عدالت د دغه امر ستاينه کوي چې پاکستان ته يې امر کړی چې د ياديو په اړه شوې د پوځي عدالت فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي، او د ويانا کنونشن د تړون لاندې دې نوموړي ته سفارتي لاس رسی ورکړی شي.

هندوستان پخپل بيان کې د پاکستان نه هيله څرګنده کړې ده چې د نړيوال عدالت په دغه فېصله به زر تر زره عمل وکړي.

اخوا پاکستان هم د نړيوال عدالت دغه فېصله خپله ګټه بللې چې پکې د کلبهوشن د مرګ سزا په ځاې ساتل شوې او نه يې هغه ته د پاکستان نه هند ته د تللو اجازه ورکړې ده.

د انصاف نړیوال عدالت پاکستان ته ويلي چې په جاسوسۍ تورن هندي وګړی کلبوشن یادي ته ورکړل شوې د مرګ سزا ته دې بیا له سره کتنه وکړي او دا چې ورته ډیپلوماټي لاس رسی ورکړي.

نړیوال عدالت وايي د ویانا د تړون د ۳۶ مادې له لاندې دې د ښاغلي یاديوحقونه خوندي وساتل شي.

نړيوال عدالت د پاکستان لخوا د جاسوسۍ په تور نيول شوي هندي وګړي کلبهوشن ياديو په اړه خپله فېصله اورولې ده چې په اړه يې هندوستان او پاکستان خپل غبرګونونه ښودلي.

که څه هم هند ډېره تمه لرله چې نړېوال عدالت به دغه سزا وځنډوي او هم به کلبوشن یاديو ته دا اجازه ورکړی چې خپل هېواد ته ستون شي، خونړيوال عدالت پخپله فېصله کې د هندوستان دغه غوښتنې ونه منلې.

هند د پاکستان د پوځي عدالت په اورېدنه نیوکې کوي چې کلبوشن ته په مقدمه کې د انصاف تقاضې نه دي پوره شوي او د دفاع حق هم نه دی ورکړی شوی. خو پاکستان دغه تورونه رد کړي.

پاکستان تور لګوي چې کلبوشن يادېو د هند جاسوس دی او په کراچۍ او بلوچستان کې يې په ترهګرۍ کې لاس درلود، او هغه پاکستان ته ورتلو چې هلته د بلوڅ بېلتون خوښو سره وويني او د هغوي مرسته وکړي.

او د پاکستاني چارواکو په وېنا په درېم مارچ ۲۰۱۶م کې هغه د بلوچستان په ماشکېل سیمه کې نيول شوی و.

خو د هند رسنیو داسې ادعاوې کړې وې چې هغه د ايران څخه پاکستان ته تښتول شوی و.

په ۲۴ مارچ بيا د پاکستان پوځ ويلی وهندي جاسوس کلبوشن ياديو یې د پاکستان او ايران پولې سره په نزدې علاقه کې نيولی و او د پاکستان پوځ د هغه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې نوموړي ویلي و هغه د هندي ادارو لپاره کار کوي.

په ياده ويډيو کې کلبوشن يادو په ځان لګېدلي تورونه منلي و.

پاکستان بيا په دغه اړوند په اسلام اباد کې د هند سفير بللی او د کلبوشن يادو پاکستان ته د راوړېدو او په ترهګرۍ کې د ککړتيا په سر يې ورته احتجاج کړی و.

د کلبوشن پرضد په پاکستان کې د پوځي قانون لاندې د ترهګرۍ، ورانکارۍ او بېلتون خوښو د مالي مرستو په تور مقدمې چلول شوې په مجرم ګرځولو ورته په لسم اپرېل ۲۰۱۷م کې د مرګ سزا اورول شوې وه.

هند په اتمه مې د انصاف په نړيوال عدالت کې خواست کړی و چې پاکستان هندي وګړی نيولی سزا يې ورته اورولې او د ويانا کنونش سرغړونه يې کړې ده.

د مۍ د مياشتې به نهمه نېټه نړیوال عدالت پاکستان او هند ته خبرتيا ورکړې او په ۱۵ مۍ يې د مقدمې لومړۍ نېټه ټاکلې وه.

په نړيوال عدالت کې پاکستان او هند دواړو هېوادونو د کلبهوشن په اړوند خپل خپل دليلونه وړاندې کړي او عدالت د روان کال په ۲۱م فرورۍ په ياده مقدمه فېصله پر ځای ساتلی او نن ۱۷م جولايي يې د فېصلې اورولو نېټه ټاکلې وه.

XS
SM
MD
LG