واشنګټن: هندوستان دا خبره رد کړه چې ګواکې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه یې د کشمیر په مسله کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب غوښتنه کړې.
په هندوستان کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه یو سیاسي غوغا جوړه شوې کله چې هغه وویل، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ورڅخه غوښتي وو چې د کشمیر د لانجمنې مسلې په برخه کې دې د اسلام اباد او ډلي ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس جېشنکر د نهې یا سې شنبې په ورځ خپل پارلمان ته وویل:
"زه غواړم چې پارلمان ته دا ډاډ ورکړم چې د امریکا له ولسمشر څخه د لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا هېڅ داسې کوم وړاندیز نه دی شوی."
نوموړي په پارلمان کې دغه څرګندونې وروسته له هاغې وکړې چې وکیلانو ورڅخه د ټرمپ د خبرو په اړه د سپیناوي غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې مخالفو رهبرانو هم له مودي څخه په دې اړه د شخصي بیان غوښتنه کړې تر څو دا په ډاګه شي چې له پاکستان سره د کشمیر په لانجه کې خو د دغه هېواد په بهرني سیاست کې کوم بدلون نه وي راغلی.
ټرمپ دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د یوې ګډې خبري غونډې پر وخت وکړې.
ټرمپ وویل:
"که زه مرسته وکولای شم نو زه به خوښ شم چې منځګړی شم."
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټرمپ ددغه وړاندیز تود هرکلی وکړ او وویل، که داسې وشي نو ټرمپ به د بې شمېره کسانو دوعا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نهې یا سې شنبې په ورځ د ټرمپ د خبرو په اړه د هندوستان غبرګون ته په کتو وویل:
"یقینا چې هندوستان دا ډول غبرګون ښودلی. تر دې نور مونږ د څه شي تمه کولای شو؟ هندوستان تل دا ډول غبرګون ښودلی. دوی د کشمیر په مسله کې هېڅ ډول مداخله نه غواړي."
هغه وړاندې وویل، هند تل ویلي چې دوی د کشمیر په مسله کې دوه اړخیزه خبرې غواړي خو بیا دوی هېڅکله د خبرو میز ته نه دي راغلي. دوی منځګړیتوب هم نه مني او دوه اړخیزې خبرې هم نه غواړي.
د ټرمپ ددغو څرګندونو په اړه ځکه د هندوستان لخوا کلک غبرګون څرګند شو چې هندوستان د اوږدې مودې راهیسې ددغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ د کشمیر په مسله کې د دریم ګړي د مرستې لپاره سره کرښه کاږلې.
کله چې د ټرمپ د ادارې له یوه جګ پوړي چارواکي څخه د ټرمپ ددغو څرګندونو د سپیناوي په اړه وپوښتل شول نو هغه وویل، څرنګه چې ولسمشر په څرګندو ټکو وویل:
امریکا مرستو ته چمتو ده کچېرې د هند او پآکستان دواړو لخوا یې غوښتنه وشي.
د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوب او مرکزي اسیا لپاره مرستیاله الیس وېلز په یو ټویټ کې وویل:
"په داسې حال کې چې کشمیر د دواړو هېوادونو ترمنځ یو دوه اړخیزه مسله ده. د ټرمپ اداره د پاکستان او هند هرکلی کوي چې سره کښیني او امریکا به مرستې ته چمتو وي."
د سپینې ماڼۍ لخوا د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي چې له پاکستان سره د سیمې د سولې، ثبات او اقتصادي نیکمرغۍ په برخه کې کار وکړي.
هندوستان د اوږدې مودې راهیسې دا غواړي چې پاکستان دې په کشمیر کې د مسلمانو ترهګرو ډلو په لمنځه وړلو کې ګامونه پورته کړي خو اسلام اباد دا ردوي چې د داسې کومې ډلې ملاتړ دې وکړي.
پاکستان د اوږدې راهیسې د کشمیر په مسله کې د امریکا د منځګړیتوب غوښتنه کوي خو امریکا تر دې مخکې ویلي وو چې دا مسله باید د دوی ترمنځ حل شي.
د کشمیر مسله د هند او پآکستان ترمنځ له دریو څخه د دوو جګړو سبب وه او لا تر اوسه هم د دغو دوو اټومي طاقتونو ترمنځ د شخړې اصلي مسله ګڼل کېږي.