لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ ټاکنیز کمپائن پیل شو


دافغانستان د ټاکنوخپلواک کمیسیون وايي د ولسمشرۍ نوماندان باید په ټاکنیزو مبارزو کې دافغانستان نافذو قوانینو ته درناوی ولري او د ناسالم رقابت څخه دې ډډه وکړي.

دافغانستان دټاکنو دکمیسیون ویاند مرستیال ذبیح الله سادات امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل د ولسمشرۍ دکاندیدانو ترمنځ دغه سیالۍ به دوه میاشتې دوام ولري.

نوموړي وویل"د ولسمشرۍ دنو ماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ نن په ټول هیواد کې پیل شوې دا سیالۍ به د ۲۸ جولائي څخه تر ۲۵م ستمبر پورې دوام ولري او د ټاکنوکمیسیون له ټولو نوماندانوڅخه غو ښتنه کوي چې دهیواد دنافذو قوانینو په رڼا کې ټاکنیزې سیالۍ پرمخ یوسي"

سادات وايي نوماندان باید دکمپاینونو لپاره دخپلو مالي منابعو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته معلومات ورکړي مالي سرچینې باید مشخصې وي او نه باید بهرنۍ مالي منابعې ولري.

نوموړي وویل"دکمپایني مبارزې لپاره دهرکاندید لګښت تر ۴۴۱ میلیونه افغانیو ټاکل شوی دی او له هغې زیات مصرف نه شی کولی.

هغه وویل ټول کاندیدان باید دخپلو مصارفو او لګښتونو په اړه ټول معلومات د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره شریک کړي او هر هغه څوک چې ټاکنیزه سر غړونه ترسره کړي له هغوی سره به قانوني چلند کیږي"

دکابل ښار اوسیدونکی رفیع الله په هیواد کې د ولسمشرۍ دنوماندانو ترمنځ د ټاکنیزې سیالۍ له پیل څخه خوښي څرګنده کړه خو وې ویل چې نوماندان په خپلو کې باید سالم رقابت وکړي او کمپایني مبارزه د هیواد هرې برخې ته ورسوي.

نوموړي وویل"کاندیدان باید دافغانستان لپاره ځانګړې پروګرامونه ولري ترڅو خلک ترې خبرشي او په راتلوونکو انتخاباتو کې دخپلې خوښې وړ تن ته رایه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې په انتخابي کمپائن کې نه باید یو بل ته سپکې سپورې وویل شي اؤ هم دې دخلکو په شخصي کورونو ،دبریښنا په پایو،ترافیکي اشارو، دسړکونو په منځ کې په ګلدانونو او دبرق په ستنو باندې دخپلو عکسونو اوکمپایني شعارونوله نصبولو ډډه وکړل شي.

په افغانستان کې دولسمشرد ۱۸ نوماندانو ترمنځ نن دوه میاشتنی کمپایني مبارزه په داسې حال کې پیل شوه چې په افغانستان کې د سولې خبرې تودې شوي دي اؤ دامن دچارو دپاره دافغانستان دمملکت وزیر عبدالسلام رحیمي دعوه کړې ده چې راتلونکو دوؤ اوونیو کې به دطالبانو اؤ افغان دولت مخ پرمخ خبرې پیل شي.

خو طالبانو دا دعوه رد کړې ده اؤ وایي هغوئ به د ټولو افغاني اړخونو یوه ناسته کې برخه اخلي چې پکې به افغان دولت یوازې ګډون ولري نه چې دخبرو د دویم لوري بڼه به ولري.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي سپتمبر دمیاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG