لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د امرالله صالح په دفتر بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي، ۵۰ ژوبل


په کابل کې پرون د اشرف غني سره د مرستيال صدارتي کانديد امرالله صالح په دفتر شوي بمي او وسله وال برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

په بريد کې ښاغلی صالح ژوندی وتلی او ويل شوي وو یو خوندي ځای ته انتقال کړی شوی دی.

د کورنيو چارو د وزارت ویاند نصرت رحيمي نن د ګل، دوشنبې په ورځ په ياد بريد کې د اوختې مرګ ژوبلې احوال ويلی دی.

هغه ويلي په پروني ترهګر بريد کې ۲۰ تنه وژل شوی او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې بيا کانديد دی او امرالله صالح چې د افغانستان د اسخباراتو پخوانی مشر دی هغه د اشرف غني سره مرستيال کانديد دی.

اشرف غني د دښمن په بريد کې د امرالله صالح په روغ وتلو د خدای شکر ادا کړی دی.

د افغان رسنيو ترمخه د امرالله صالح په دفتر د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

چارواکو ويلي په دفتر د بريد په مهال صالح او هغه سره نزدې ۱۰۰ کسان موجود وو، او زياته کړې يې ده څلور بريد کوونکي په ځوابي عملياتو کې وژل شوي دي.

پاکستان د امرالله صالح په دفتر غندلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG