د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته تللي کډوال چې نزدې دوه کاله وړاندې بيرته ستانه شوي نن يې احتجاجي مظاهره کړې او ويلي يې دي د دوي سره بيرته د راتګ په وخت ژمنې شوې وې چې پاتې شوي ګاډي او نور سامانونه به يې راوړل کيږي خو دغه ژمنې يې تراوسه پوره نه شوې.
دغو کډوالو نن د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او ويلي يې دي د دوي سره کړې ژمنې دې پوره شي ځکه چې د دوي د ژوند يا معاش يواځېنۍ سرچينې د دوي نه په افغانستان کې پاتې شوي ګاډي دي.
په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايي کې د ضرب عضب عملیاتو له امله په زرګونو خلک افغانستان ته کډه شوي او افغان حکومت هغه وخت ويلي ؤ چې د خوست په کېمپ کې ۲۱زره کډوال د دوي سره رجسټر دي.
د پاکستان د شمېرو ترمخه افغانستان ته په کډه شوؤ کډوالو کې نزدې څلور زره بيرته ستانه شوي او د نورو د بيرته راستنولو دپاره دوي هڅه کوي.
د ميران شاه پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې شريک ملک نظر دين وویل په دوي په کال ۲۰۱۴م کې ناڅاپه عمليات پېل شو او د افغانستان سره په پوله پراته چې کوم خلک وو هغه پورې لوري ته لاړل او بيا چې کله دلته ځايي کډوال بیرته خپلو علاقو ته ستنېدل پېل شو دوي د افغانستان نه هم بيرته راغلل خو د دوي سره ژمنې شوې وې چې دوي کوم ګاډي او سامانونه پاتې شوي وو هغه به بیرته راوړل کيږي خو دوه کاله وشو يو څيز بيرته نه دی راوستل شوی. هغه وويل د دوي سره کړې ژمنې دې پوره شي.
د مظاهرې يو بل ګډونوال زمیندار خان وايي دوي چې افغانستان ته کوم ګاډي بوتللي وو د هغې ټول ريکارډ دوي د انتظاميې سره جمع کړی او دوي ته د بيرته راوستو ويل شوي خو څلور کاله وشو چې هغه ګاډي دوي پولې ته راوستي او تراوسه هغه لا هلته ولاړ دي.
يو بل تن نېکمن خان وايي دوي په تادۍ کې افغانستان ته واوړېدل د دوي سره د معاش هیڅ لار نه وه دوي هلته ګاډي واخيستل او مزدورۍ به یې پرې کولې هغه ګاډي اوس هلته پاتې کړی شوي دوي ته يې د بيرته راوستو اجازه نه ورکوي، دوي غواړي چې د هغو ګاډو د بيرته راوستو اجازت دې ورکړی شي چې ولاړ ژوند يې پرې روان شي.
د شمالي وزيرستان انتظاميه مني چې د دغو خلکو غوښتنې سمې دي چې د ځينو خلکو ګاډي پاتې شوي دي خو کله چې دا خلک بيرته ستنېدل نو په دوي کې ډېری خلکو داسې ګاډي راوستل چې د تلو په وخت ورسره نه ؤ او ډېر زيات ګاډي راوستل شو او خلکو پرې کاروبار روان کړو ځکه دغه لړۍ ودرول شوه.
اوس انتظاميه وايي دوي په دې کار کوي چې اصل ګاډي او نور سامانونه چې اسناد او ثبوت يې کره کړي خلکو ته به اجازه ورکړي چې پاتې شوي ګاډي او سامانونه بيرته راوړي.