لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په تربت کې خبریاله، انځورګره او ټولنیزه فعاله شاهینه شاهین بلوڅ په ډزو وژل شوې


واشنګټن ــــ د حیات بلوڅ د وژنې تر پېښې وروسته د بلوچستان په تربت ښار کې یوه بله ځوانه خبریاله، انځورګره او ټولنیزه فعاله شاهینه شاهین بلوڅ په ډزو وژل شوې ده خو تر اوسه یې لا د وژنې په ضد مقدمه نه ده درج شوې او نه یې هم د وژنې سبب معلوم شوی دی.

د تربت پولیسو مشر نجیب الله پندراني وایي،‌ د شنبې- خالي په ورځ غرمه شاوخوا دوولس نیمې بجې د محراب ګچکي په نوم یو تن شاهینه بلوڅ په ټپي حالت کې- چې دوې ګولۍ لګېدلې وه- د کېچ سېول روغتون ته وروړه او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه:

"هغه [محراب ګچکي] وویل زه نورې ښځې راولم خو بیا روغتون ته را ستون نه شو او وتښتېد، د ده سرف موټر په روغتون کې ولاړ دی، پولیس چې کله راغلو دغه موټر یې پخپله ولکه کې واخیست".

د پولیسو د معلوماتو له مخې محراب ګچکي وکیل دی او شاهینې شاهین د عدالت له لارې له هغه سره واده کړی وو.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د نوموړې پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او وایي پولیسو د هغې د وژونکو په ضد په مقدمه درجولو کې مرسته کوي.

پولیس مشر پندراني وایي، د ډاکټرانو له طبي پلټنو ورته څرګنده شوې ده چې دې نجلۍ ځانوژنه نه ده کړې بلکې وژل شوې ده، دوې مرمۍ لګېدلې ده او له مرمیو مړه شوې ده او وایي‌ د پېښې له ځایه د 9- ایم ایم توپنچې دوې خالي مرمۍ هم تر لاسه شوې دي.

نجیب پندراني وایي ‌د وژنې دا پېښه په اصل کې د تربت په ټي این ټي کالونۍ کې په یوه سرکاري کور کې شوې ده،‌ وایي‌ دا کور د اکبر ګچکي استوګنځای دی چې په کوټه کې دنده پر غاړه لري او محراب ګچکي دې کور ته تګ راتګ کاوه:

"زموږ پولیسو هلته وینې لیدلې دي او بیا یې د محراب ګچکي پر کور هم چاپه وهلې خو هلته هیڅوک نه وو او د کور دروازې یې خلاصې وې".

پولیس مشر وایي د شاهینه شاهین مړی یې د هغه ماما امجد رحیم ته سپارلی خو وایي د وژنې په ضد به یې مقدمه هغه وخت درج کړي چې مور یې له کوټې تربت ته تر ور رسېدو وروسته پولیسو ته درخواست ورکړي.

پولیسو ویلي د وژل شوې خبریال د پوسټ مارټم رپوټ له تر لاسه کېدو وروسته به نور اقدامات هم تر سره کړي.

شاهينه شاهين په کوټه کې په سرکاري ټیلیویژن پي ټي‌ بولان کې د پروګرامونو کوربنه هم وه او په بلوچستان کې د ښځو د حقونو فعاله وه، خو د دې تر څنګ یې په بلوڅي ژبه د دزګهار (همځولې) په نامه یوه مجله هم چلوله.

شاهينې شاهين د تربت اوسېدونکې وه، ابتدایي تعلیم یې هم په تربت کې کړی وو او له بلوچستان پوهنتونه یې په 2018م کال کې په فاین آرټس (هنرونو) کې ماسټري کړې وه او د ښو نمبرو له کبله سرو زرو میډل ورکړل شوی وو.

دوه کاله وړاندې د بلوچستان په پوهنتون د فاین آرټس په څانګه کې د زده کوونکو د انځورګرۍ او نقاشۍ یوه سیالي شوې وه چې پکې د شاهینه شاهین انځورونه ډېر ستایل شوي او د خلکو خوښ شوي وو.

د شاهینې شاهین په ګوتو جوړ شوی انځور.
د شاهینې شاهین په ګوتو جوړ شوی انځور.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG