لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واڼه او ميران شاه کې د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې شوي


په شمالي او جنوبي وزیرستان کې احتجاجي مظاهرې
په شمالي او جنوبي وزیرستان کې احتجاجي مظاهرې

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په لويه شمېره کې خلک راوتي د سيمې نه د قامي اسمبلۍ د منتخب غړيو علي وزير او محسن داوړ د بنديوان څخه خوشي کولو غوښتنې يې کولې.

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير او د شمالي وزيرستان څخه محسن داوړ چې دوي دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران دي د ۲۶ مې د خړکمر او د اووم جون په پوځي ګاډي د چاؤدنې په تورونو مقدمو کې بنديوان دي.

په پي ټي اېم د پاکستان پوځ تور لګولی چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارو ورته پېسې ورکړي او پوځي وياند د اپرېل په مياشت کې د دغه غورځنګ د نور وخت ختمېدو خبره هم کړې وه.

خو پي ټي اېم دغه ټول تورونه رد کړي او د يو ازاد کمېشن جوړولو غوښتنه يې کړې وه چې د هر څه پلټنې وکړي او حقيقت په ډاګه کړی شي.

په واڼه او ميران شاه کې په لويه شمېره کې نن د جمعې په ورځ خلک راوتلي او دوي غوښتنې کولې چې د دوي منتخب ممبران دې خوشي شي ځکه چې د دوي په وېنا دا يواځې دوه کسان نه دي بندیوان کړی شوي بلکې د وزيرستان د ټولو خلکو رايو ته سپکاوی دی او د دوي په حقونو ډاکه اچول شوې ده.

دوي په لاسونو کې بېنرې پورته کړې چې پرې داسې شعارونه ليکل شوي علي وزير او محسن داوړ دې خوشي کړی شي، دوي دغه ډول تودې نعرې هم وهلې.

په شمالي وزيرستان کې احتجاج کوونکي د سيمې په مرکز ميران شاه کې پاکستان مارکيټ ته راټول شوي او دغلته يې احتجاجي مظاهره کړې چې پکې وېناګانې هم شوي دي.

يو وينا کوونکي جمال داوړ وويل دا پرامنه مظاهره ده دوي خپل ائيني حقونه غواړي، بې ګناه خلک دې بنديوان جوړ نه کړی شي او په سيمه کې دې د بدامنۍ مخه ونيول شي چې نه يواځې ځايي خلک بلکې امنيتي سرتيري هم په امن شي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان د مرکز واڼه په رستم بازار کې په لويه شمېره کې خلک راټول شوي او دوي هم د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنې کولې.

مظاهرې ته په وېنا کې ځينو کسانو داسې نيوکې هم وکړې چې سيمې ته بيا وسله وال طالبان ورګډ کړی شوي د دوي مخه دې ونيول شي او سيمه دې د وران کارۍ څخه وژغورل شي.

د واڼه احتجاج کوونکو ويلي د مظاهرې وروسته انتظاميې د دوي دوه کسان نيولي او د هغې وروسته بيا ټولو مظاهره چيانو ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کړل.

عارف وزير وايي چې کله دوي د اېف سي قلعې ته ورسېدل هلته پرې پوليس او اېف سي ډنډې ورولي او بيا په لویه شمېره کې کسانو ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کړي دي.

عبدالله ننګیال بېټني په ټويټر ویلي دوه سوه کسانو ګرفتارۍ ورکړي دي.

خو انتظاميه وايي دوه کسان يې د ۱۴۴ مادې لاندې نیولي خو عارف وزير وايي دوي د مظاهرې او جلسې دپاره پرون اجازت نامه ترلاسه کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی عبدالصمد خان وايي پي ټي اېم پرامنه غورځنګ دی د دوي غړو نن په پرامنه ډول احتجاج کولو د خپلو بنديوانو مشرانو او غړيو د خوشي کولو غوښتنه یې کوله خو په دوي تشدد وشو او ونيول شو.

هغه وويل دوي به څوک د دغه ډول عملياتو د لارې د خپلې مبارزې څخه په شا نه کړي او په پرامنه ډول او د ائين د ورکړی شوؤ حقونو لاندې به خپله مبارزه دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG